ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې له ماشومانو سره د مرسته کېدونکو خوراکي توکو پر پلور بندیز ولګېد

خوست کې له ماشومانو سره د مرسته کېدونکو خوراکي توکو پر پلور بندیز ولګېد

author avatar
18 Jan 2018 - 14:21
خوست کې له ماشومانو سره د مرسته کېدونکو خوراکي توکو پر پلور بندیز ولګېد
author avatar
18 Jan 2018 - 14:21

خوست ښار (پژواک، ۲۸ مرغومى ۹۶): د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولينو د خوار ځواکو ماشومانو لپاره د مرسته شوو خوراکي توکو په پېر او پلور بنديز ولګاوه.

له ممپليو جوړ شوي یاد خوراکي توکي چې په کاکو مشهور دي، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يونسيف) او د خوړو نړيوال سازمان (ډبليو اېف پي) له لوري د خوست د عامې روغتيا رياست او ځينو نورو ادارو سره مرسته شوي دي.

د پژواک اژانس په راپور کې چې تېره اوونۍ يې خپور کړی و، ويل شوي وو، د دې پر ځای چې یاد خوراکي توکي پر اړو ماشومانو وېشل شوي وای، په ښار او د ولسواليو په هټيو کې په ازاد ډول خرڅېږي.

وروسته له هغه چې ياد راپور خپور شو، د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر ګل محمدين په هټيو کې د يادو توکو خرڅلاو ومانه، خو ويې ويل چې د کورنيو له لوري ښار ته وتلي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې له کابله د يونسيف له راغلي پلاوي سره د بحث په پايله کې پر دې پرېکړه وشوه چې په بشپړ ډول د کاکو د خرڅلاو مخنيوي وکړي.

ډاکتر ګل محمدين زياته کړه، د دې لپاره چې د دغو خوراکي توکو مخنيوی يې په بشپړ ډول کړی وي، کورنيو ته به د کاکو د تشو پاکټونو په راوړلو سره هغوی ته نور توکي ورکوي.

هغه وويل: ((هغه کورنۍ چې د خوار ځواکو ماشومانو لپاره دا کاکو وړي، لومړی به هغه تش پاکټونه چې مخکې مو ورته کاکو ورکړي وو، هغه به راوړي او بيا به نور کاکو ورکوو. همدارنګه که کوم هټۍ وال دا توکي خرڅ کړي، د امنيتي ځواکونو په ملتيا به يې عدالت ته راکش کړي.))

په ورته وخت کې د خوست يوه اوسېدونکي محمدشاه له پژواک اژانس سره په خبرو کې نه يواځې د دې اقدام ستاينه وکړه، بلکې له پژواک اژانس څخه يې مننه هم وکړه چې د ټولنې په پرمختګ کې يې مهم رول لوبولی دی.

محمد شاه له دولت او خيريه مرستندويه سازمانونو وغوښتل چې له اړمنو ماشومانو او د ټولنې له نورو قشرونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.