د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امريکا سفير د ارګ او نور تر منځ د شخړې د بېړني او سوله ييز حل غوښتنه کړې

د امريکا سفير د ارګ او نور تر منځ د شخړې د بېړني او سوله ييز حل غوښتنه کړې

Jan 18, 2018 - 18:08

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٦): کابل کې د امريکا سفير وايي، امريکا غواړي چې د ارګ او عطا محمدنور ترمنځ شته شخړه بايد ژر تر ژره د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.

د امريکا نوي سفير جان باس  (John Bass)نن په کابل کې د يوې ناستې پر مهال د بلخ ولايت د مشرتابه بدلون په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعيت اسلامي ګوند د اجراييه شورا مشر ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په اړه خبرې وکړې.  

هغه وويل: "دغه ستونزه بايد په خپله د افغانانو له لوري د اساسي قانون، د قانون حاکميت په چوکاټ کې او دې ته په پام سره چې هيڅوک هم له قانونه پورته نه دي؛ حل شي."

جان باس د افغانستان د لومړي باصلاحيته اجرايي کس په توګه د ولسمشر پر واک د  ټينګار ترڅنګ وويل: "امريکا د افغانستان ملي حاکميت په رسميت پېژني، چې د دغه هېواد د اساسي قانون له لارې تمثيليږي او ټينګار کوم، چې د ولايتونو د چارواکو د بدلون موضوع هم د ولسمشر له واکونو شمېرل کېږي."

د امريکا سفير څرګنده کړه، د يادې موضوع د حل لپاره بايد د هېواد ملي ګټې په پام کې ونيول شي او حل لاره يې داسې بڼه ولري، څو د دغه هېواد امنيت او سياسي سيالۍ ازادې فضا ته په کې زيان ونه رسيږي.

پر دې سربېره د امريکا دغه لوړپوړي چارواکي څرګنده کړه چې د بلخ موضوع يوه سياسي او د افغانستان کورنۍ مسئله ده او دغه ستونزه  بايد د سياسي خبرو اترو له لارې حل شي؛ نه د  زور له لارې.

ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې ليندۍ مياشتې په ٢٧ مه نېټه اعلان وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني، له بلخ ولايت څخه د عطامحمد نور استعفا منلې او پر ځاى يې د جمعيت يو بل غړى محمد داوود د والي په توګه پر دنده ګومارلى دى.

خو نور چې د جمعيت اسلامي ګوند د اجراييه شورا مشري هم پر غاړه لري؛ په دې ټينګار کړى چې نوموړي استعفا نه ده ورکړې او تر هغه مهاله پورې دې کار ته نه دى حاضر چې حکومت يې غوښتنې ونه مني.

پرون د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس هم له محمد اشرف غني سره د ټيلېفوني خبرو پر مهال په سوله ييز ډول د يادې ستونزې د هواري غوښتنه کړې وه.

د امريکا سفير د يادې خبري ناستې په دوام کې د افغانستان د ټاکنو لړۍ په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، امريکا د افغانستان ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې چې ټاکل شوې په راتلونکو دوه کلونو کې ترسره شي، مهمې بولي او له رڼو او ازادو ټاکنو ملاتړ کوي.

جان باس د سولې په اړه هم وويل، امريکا تر اوسه پورې د افغانستان د سولې لپاره له هلو-ځلو ملاتړ کړى او په دې باور ده چې د سولې لړۍ بايد د افغانانو په مشري او مالکيت پر مخ ولاړه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement