ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان ښاروالۍ عوايد له ۱۷ څخه ۱۱۴ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي

د جوزجان ښاروالۍ عوايد له ۱۷ څخه ۱۱۴ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي

author avatar
18 Jan 2018 - 14:16
د جوزجان ښاروالۍ عوايد له ۱۷ څخه ۱۱۴ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي
author avatar
18 Jan 2018 - 14:16

شبرغان (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۶): د شبرغان ښاروال محمد حسين صالح وايي چې د دې ادارې عوايد له ۱۷ميليونه څخه ۱۱۴ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي او زیاتوي چې اوسمهال په دغه ولايت کې پر څو پراختيايي پروژو کار روان دی.

نوموړي چې په يوه غونډه کې يې خلکو ته د شبرغان ښاروالۍ د کړنو په اړه راپور ورکاوه، وويل چې د ښاروالۍ د عوايدو سرچينې ډېرې شوې او دغه کار د عوايدو د پام وړ ډېروالي لامل شوی دی.

هغه زياته کړه چې تېر کال د شبرغان ښاروالۍ عوايد ۱۷ ميليونه افغانۍ وو، خو سږ کال دغه رقم ۱۱۷ ميليونه افغانيو ته لوړ شوی دی.

دغه راز صالح وويل چې د مخدوم قلي فراغي سوداګريز مارکېټ ۴۰ سلنه کار بشپړ شوی او دوه پوړه يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او د ميرزا الوغ بېګ مارکېټ پخوا ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.

هغه په شبرغان ښار کې د وريجو پلورلو مارکېت او د بسونو د دوو ترمينلونو د کار بشپړېدو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې دا هغه سرچينې دي چې د ښاروالۍ د عوايدو په ډېرېدو کې يې رول درلودلی او د پنځه زره نيالګيو اېښودل، نور هغه کارونه دي چې د ښاروالۍ له خوا ترسره شوي او په هره مياشت کې له ښار څخه لږ تر لږه دوه سوه مکعب متره کثافات د باندې ايستل کېږي.

د شبرغان ښاروال دغه راز وويل چې د ۳۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د يو بل مارکېټ چې تر اوسه نوم نه دی ورته غوره شوی، ۹۹ سلنه کار يې بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او په "کارته دوستم" کې سل سولري څراغونه لګول شوي او د شبرغان ښار د څلورمې ناحيې واټونه نومول شوي دي.

نوموړي وويل، ټاکل شوې ده په راتلونکي کال کې د شبرغان-مزار او شبرغان- ميمنې پر لويو لارو دوې د ننوتلو دروازې، دوې څلورلارې جوړې شي او په پام کې ده چې د "مهتاب شهر"، "ستاره شهر"، د غالۍ پلورلو مارکېټ- او د زړې قصابۍ مارکېټ هم جوړ شي.

صالح په شبرغان ښار کې د ۳۴ کيلومتره سړک د پخولو خبر هم ورکړ او ويې ويل چې ټاکل شوې ده د ۳۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت سره به د بخدي پارک پر يوه تفريحي پارک بدل شي.

خو د شبرغان ښار اوسېدونکي دغه پروګرامونه ننداريز ګڼي او وايي چې په ياد ښار کې د پام وړ کار نه دی شوی.

د شبرغان ښار اوسېدونکی محمد رسول اخندزاده وايي چې ښاروالي مشخصې دندې لري چې بايد ترسره يې کړي، خو ددوی خپل اړونده کارونه نه دي ترسره کړي. ښاري نظم نشته، د ښار په دننه کې د لاس پلورونکو ډېر والی او د خلکو ګڼې ګوڼې په واټونو کې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

نوموړي ادعا وکړه چې د ښاروالۍ يو شمېر کار کوونکي له لاس پلورونکو څخه پيسې اخلي او دوی ته اجازه ورکوي چې په واټونو کې خپل شيان وپلوروي او دغه کار د خلکو لپاره ډېرې ستونزې راپيدا کړې دي.

خو د شبرغان ښاروال وايي چې د هند او جرمني هېوادونو ژمنه کړې چې په شبرغان ښار کې به په ۲۸جريبه ځمکه کې يو تفريحي پارک جوړ کړي چې د جوړولو لومړني کارونه يې پيل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.