ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونه لاريون کوونکو له قيد او شرط پرته له ترکيې د دوستم د راتګ غوښتنه وکړه

سلګونه لاريون کوونکو له قيد او شرط پرته له ترکيې د دوستم د راتګ غوښتنه وکړه

author avatar
18 Jan 2018 - 19:43
سلګونه لاريون کوونکو له قيد او شرط پرته له ترکيې د دوستم د راتګ غوښتنه وکړه
author avatar
18 Jan 2018 - 19:43

ميمنه (پژواک، ٢٨ مرغومى٩٦): د فارياب د څلورو ولسواليو اوسېدونکو هېواد ته د جنرال دوستم د راتګ پر غوښتنې سربېره د ملي ټلويزيون پر وړاندې لاريون وکړ او د ياد ټلويزيون لوګو يې وسوځوله.

په دغه لاريون کې د اندخوى، قرمقول، خان چارباغ او قورغان ولسواليو اوسېدونکو ګډون کړى و.

دوى د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم او په يوه غونډه کې د هغه د پلويانو د خبرو چې په اندخوى کې يوه اونۍ وړاندې ترسره شوې وه؛ د سانسور په اړه د ملي ټلويزيون عمل وغانده او له کوم قيد او شرط پرته يې هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو د دې خبرې په څرګندولو سره چې دوستم ورته سره کرښه ده، ګواښ وکړ او ويې ويل: "يو شمېر کسان له کورنيو او بهرنيو شبکو او کړيو سره په ناستو کې ځانونه د ترکتبارانو استازي بولي؛ غواړي د جنرال دوستم ملي مقام کمزورى کړي؛ دوى بايد په دې پوه شي چې په خپله د خلکو په منځ کې هيڅ ځاى نه لري؛ ترکتباران يو مشر لري چې هغه جنرال دوستم دى."

څو ورځې وړاندې د اندخوى د څلورګونو ولسواليو مشرانو له لوري د يوې ناستې په ترڅ کې د منځنۍ اسيا هېوادونو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي محمد شاکر کارګر د کړنو ستاينه شوې وه، چې په کې د ولسمشر، جنرال دوستم او شاکر کارګر انځورونه راځړول شوي وو. د لاريون کوونکو په وينا، د ملي ټلويزيون په پروګرام کې د جنرال دوستم عکس او د هغه د پلويانو خبرې سانسور شوې وې.

په نننۍ ناسته کې د ولايتي شورا غړو انجنير منشي، انيسه ته ينج او آق محمد نوري، د څلورو ولسواليو د مدني ټولنې بنسټونو شبکې مسوول زلمي عزيزي، د اسلامي ملي جنبش د ځوانانو شورا مشر عبدالمنان رحماني او يوه ديني عالم سيد کريم ويناوې وکړې.

دوى د ملي ټلويزيون له لارې د جنرال دوستم د عکس سانسور د ژورناليستيکي معيارونو تر پښو لاندې کول وبلل او ويې ويل، د ملي ټلويزيون ياد حرکت د جنرال دوستم د پلويانو او جنبش ګوند احساسات راپارولي او د ملي ټلويزيون ياد غير ډيموکراټيک او غيرانساني عمل ثابته کړه، چې دغه ټلويزيون د يو شمېر متعصبو کسانو لاس ته غورځېدلى دى.

هغوى د ملي يووالي حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې له ترکيې څخه د ولسمشر لومړي مرستيال راستنېدو او د هغه له لوري د دندې دوام ته زمينه برابره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.