جلال اباد (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۶): د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، تېر کال ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې ډېر کار شوی، چې بدیل کې يې را روان کال د ۲۲،۵ ميليونه ډالرو په لګښت پروژې پيلوي.
د ننګرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست له خوا د مرغومي په ۲۸مه په دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي او لارو چارو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت مسوولينو وويل، چې ننګرهار کې د کوکنارو کښت مخنيوي برخه کې تر تېر کال ډېر کار شوی، نو په بديل کې يې را روان کال د ۲۲ اعشاريه ۵ ميليونه ډالرو په لګښت ګڼې پروژې پلې کېږي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، بزګر ته د نشه يي توکو له کښت څخه یواځې درې سلنه ګټه ورځي او پاتې ۹۷ سلنه ګټه د کورنيو او بهرنیو قاچاقبرو او مافيايي کړیو جیبونو ته ځي.
نوموړي زیاته کړه، د نشه یي توکو په مخنیوي کې دیني عالمان، قومي مخور او عام خلک مسوولیت لري ، چې له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خپل ځوان کهول وژغوري.
له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د پلان او پالیسۍ معین جاوېد احمد قایم وویل، تېر کال د نشه يي توکو په مخنیوي کې د دې ولایت د والي په سمې رهبرۍ او همکارۍ سره د نشه يي توکو د کښت کچه راټيټه شوې، چې بديل کې به يې په دې ولايت کې د ۲۲ اعشاریه پنځه میليونه امریکايي ډالرو په لګښت پروژې پلې شي.
د ده په وينا، تر دې وړاندې هم له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري په دې ولايت کې د څلور میليونه امریکايي ډالرو په لګښت د معتادینو روغتون، د دوه میليونه ډالرو په لګښت د محصلینو لپاره د ليليې ودانۍ او څو د چرګانو فارمونه جوړ شوي دي.
د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر وویل، د نشه يي توکو کښت جګړې او د مافیايي کړیو تقویې ته زمینه برابروي .
نوموړي زیاته کړه، په نشه روږدي کسان د همدې ولس بچیان دي، باید د خپلو اولادونو د ژوند ژغورلو لپاره د نشه يي توکو د مخنیوي په مبارزه کې فعاله ونډه واخيستل شي.
ده همداراز د اوبو بندونو، ویالو، اصلاح شوو تخمونو او بزګرو سره د نورو مرستو غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن