لښکرګاه (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۶): د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ تر منځ سيمه کې اته پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلي خان د مرغومي په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون د لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ تر منځ په مخطر کلا سیمه کې رامنځته شوې چې پر مهال يې اته پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د ده په وينا چې سیمې ته یې ډېر ژر کومکي ځواکونه ولېږل خو له دې امله چې په ډېر شمېر طالبانو برید کړی و، ونه توانېدل ژر یې مخه ونیسي.
ده وويل هلته طالبانو ته هم مرګ ژوبله شته، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.
يوه بله امنيتي سرچينه د نوم نه اخيستو په شرط وايي چې په یاده پېښه کې نهه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او زیاتوي چې ويل کېږي په دې پوسته کې د طالبانو نفوذي کس شتون درلود.
طالبانو وياند قاري يوسف احمدي یاده پېښه تاییدوي او وايي چې د مخطر کلا پوسته يې نيولې او ۸ پوليس يې وژلي، يو يې ژوندی نيولی او اووه ميله وسلې هم د دوی لاس ته ورغلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن