ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښرنه کې عزیزي بانک خپله څانګه پرانیسته

ښرنه کې عزیزي بانک خپله څانګه پرانیسته

author avatar
18 Jan 2018 - 14:13
ښرنه کې عزیزي بانک خپله څانګه پرانیسته
author avatar
18 Jan 2018 - 14:13

ښرنه (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۶): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د لومړي ځل لپاره د دغه ولايت د خلکو له غوښتنو سره سم د عزیزي بانک څانګه پرانيستل شوه چې د دغه ولايت د اوسېدونکو له تود هرکلي سره مخ شوه.

د پکتيکا ولايت مرستيال والي عطاالله فضلي په دې اړه د عزيزي بانک له مسوولينو مننه وکړه چې په پکتيکا کې يې د خپل بانک څانګه پرانيسته.

هغه وويل چې د دوی په هڅو خصوصي سکتور دې ته تشويق شوی چې د پکتيکا امنيت د پخوا په پرتله خوندي شي او هغوی په دغه ولايت کې پانګونه وکړي.

سرچيني ډاډ ورکړ چې له يوې خوا به د دغه ولايت خلک بانکي خدمتونوته لاسرسی پيدا کړي او بل پلو به د پکتيکا يو شمېر ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.

د عزيزي بانک مسوول عبدالولي په دې پژواک ته په خبرو کې وويل چې عزيزي بانک يو معياري او په ښه سيستم سمبال بانک دی چې غواړي خپل خدمتونه نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

د ښرني قومي مشر وکيل بادشاه خان وويل چې د دغه بانک په راوړو کې پر قومي مشرانو او ولايتي چارواکو سربېره د پژواک راپورونو هم نتيجه ورکړې چې له مخې يې عزيزي بانک په پکتيکا کې خپله څانګه فعاله کړي.

هغه وويل د دغه ولايت خلک به په خپل ټول توان سره د دغه بانک د مسوولينو همکاري او ملاتړ وکړي.

پاتې دې نه وي چې له دې وړاندې په پکتيکا کې يوازې افغانستان بانک او کابل بانک فعاليت درلود چې خلک يې له کړنو نا راضه وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.