ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د القاعده شبکې پنخه غړي وژل شوي

ننګرهار کې د القاعده شبکې پنخه غړي وژل شوي

author avatar
19 Jan 2018 - 11:47
ننګرهار کې د القاعده شبکې پنخه غړي وژل شوي
author avatar
19 Jan 2018 - 11:47

جلال اباد (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۶): په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د بهرنیو په ګډون د القاعده شبکې پنځه غړي وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د مرغومي په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې یاد پنځه غړي تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې د عملیاتو پر مهال وژلي دي.

هغه زیاتوي چې د القاعده شبکې په وژل شوو یادو پنځو غړو کې یو افغان، یو پاکستانی او درې چیچیني شامل دي.

دغه راز خوږیاڼی وايي چې په دغو عملیاتو کې یو وسله وال مخالف او دوه نور شکمن کسان هم نیول شوي دي .

د نوموړي د معلوماتو له مخې چې د القاعده شبکې یادو وژل شوو چیچيني او پاکستاني غړو ځانمرګو بریدونو او نورو ورانکاره کړنو ته کسان چمتو کول.

د ننګرهار د والي ویاند وویل، همدارنګه د دې ډلې افغان ملګری ملا سونډی چې پر سراج مشهور و، د د یادې شبکې د تبلیغاتي برخې مسوول و.

د خوږیاڼي په خبره، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې څلور کلاشینکوفونه، یوه پیکا، یوه تومانچه او نور مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

هغه ډاډ ورکړ چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

القاعده ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.