ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دفاع وزارت د ۳۴ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر وکړ

د ملي دفاع وزارت د ۳۴ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر وکړ

author avatar
19 Jan 2018 - 11:30
د ملي دفاع وزارت د ۳۴ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر وکړ
author avatar
19 Jan 2018 - 11:30

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۶): د ملي دفاع وزارت وايي چې تېر ۲۴ ساعته په یو شمېر ولایتونو کې ۳۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت له خوا د مرغومي په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد ملي امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خلکو د خوندیتوب او امنیت راوستو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیتي ځواکونو دغه یرغلیز او تعرضي عملیات د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ په ننګرهار، لغمان، غزني، لوګر، اروزګان، زابل، هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، بغلان، کندوز او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۴ ساعتونو پر مهال نهه چاڼیز، په نهو ولایتونو کې ۱۵ ځانګړي عملیات ترسره شوي او دغه راز هوايي ځواکونو د ملي اردو ځواکونو په ملاتړ ۸۵ الوتنې ترسره کړې او د دښمن پر ۱۶ مرکزونو یې بریدونه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.