واشنګټن ( پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦): د امريکا استازي د ملګرو ملتونو ځانګړې غونـډې ته ويلي چې افغان شخړه په جګړې نه هوارېږي، بايد سياسي حل لاره ورته ولټول شي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان سليوان تېره شپه په نيوياک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.
دغه غونډه د ((افغانستان او منځني اسيا ترمنځ د سيمه ييزو همکاريو پراختيا)) تر نوم لاندې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د امنيت شورا د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو يو شمېر وزيرانو هم برخه اخيستې وه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې اترې غواړي، خو طالبانو په دې برخه کې لېوالتيا نه ده ښودلې.
د هغه په وينا، په افغان شخړه کې د (فکر) بدلولو ته اړتيا ده.
جان سليوان وويل چې افغان شخړه په جګړې نه هوارېږي، بايد سياسي حل لاره ورته ولټول شي.
امريکايي استازي وويل چې د افغان شخړې د هواري او يوې مثبتې پايلې ته د رسېدو لپاره بايد طالبان کلک هوډ څرګند کړي، له ترهګرو سره اړيکې ختمې کړي، له تاوتريخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.
خو هغه زياته کړې چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره بايد په ګډه سره د طالبانو پر ضد اقدامات وشي، هغوى کمزوري او يواځې کړاى شي.
د نوموړي په وينا، طالبان يواځې د خبرو اترو له لارې خپلو موخو ته رسېدلى شي، نه د جګړې له ډګر څخه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن څو ورځې مخکې په هلمندکې ويلي و چې طالبان دې د سولې لاره خپله کړي، يا به ووژل شي.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان سليوان د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته ويلي چې له افغان ځواکونو سره په ګډه يې د افغانستان په ختيځ کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې پرمختګونه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن