کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦) : افغانستان په پاکستان کې د ازادۍ راډيو د مشال څانګې پر تړل کېدو اندېښنه وښودله او دا يې د بيان دازادۍ خلاف اقدام وباله.
مشال راډيو چې د ازادۍ راډيو يوه څانګه ده، مرکز يې د اروپايي هېواد چک په پلازمېنه پراګ کې ده او لګښتونه يې د امريکا د کانګرېس له خوا ورکول کېږي.
د پاکستان حکومت مشال راډيو چې په پښتو ژبه خپرونې کوي، د دغه هېواد د استخباراتي ادارې اى اېس اى په سپارښتنه بنده کړې ده، چې ګوندې ددوى د ګټو خلاف خپرونې يې کولې.
د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا د مرغومي په ٣٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بيان ازادي چې د ديموکراسۍ بنسټيز اصل دی، همدا اصل متمدن ولسونه له نامتمدنو ډلو بېلوي.
سرچينې زياته کړې، هغه هېواد چې د ديموکراسۍ دعوه کوي د بيان د ازادۍ اصل ته يې ژمن پاتې کېدل اړين دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د حکومت له خوا د مشال راډيو دفتر تړل دا څرګندوي چې لا اوس هم د پاکستان استخباراتي ادارې د ديموکراسۍ اصل ته ژمن نه ده او د مشال راډيو تړل د بيان ازادۍ او رسنيو په برخه کې يو ترهګريز ګوزار دی.
دافغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت ويلي، ترهګري يواځې د خلکو وژل او ترور کول نه دي، بلکې د خلکو او ولسونو غږ خفه کول او د هغوى هغه حقه حقونه چې غواړي يې په دې اړوند ددوی د غږ بندول هم يو ډول وېره اچونه او د ولسونو ګواښول دي.
سرچينې ويلي، پاکستان هر مهال هڅه کړې، چې خپلو سياسي اهدافو ته د رسېدو په موخه د ترهګرۍ له بېلا بېلو لارو څخه کار واخلي، چې وروستۍ يې په اسلام آباد کې د ازادۍ راډيو د مشال د څانګې بندول وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددغې کړنې د غندنې تر څنګ دا د بيان د ازادۍ له ټولو اصولو سره په ټکر کې بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن