لښکرګاه(پژواک،٣٠مرغومى٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولايت کې د ملي اردو او پوليسو په ګډون ٦٧ تنه د وسله والو طالبانو له زندانونو څخه راخوشې شوي دي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼې کې شوي چې د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د اروزګان ولايت له ځانګړې قطعې سره يوځاى د هلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې د طالبانو پر زندانونو عمليات کړي دي.
سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو او ملي پوليسو په ګډون ٦٧تنه د وسله والو طالبانو له زندانونو څخه راخوشې شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دې زندانيانو له ډلې څخه ٢٠ تنه يې تر اوسه کندهار ته انتقال شوي او پاتې نور به يې هم ډېر ژر انتقال کړاى شي.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک ته وويل چې عمليات شوي، د طالبانو زندانونه مات شوي، خو په اړه يې نور جزئيات نه درلودل.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د امنيتي ځواکونو له لوري په هلمند ولايت کې د طالبانو زندانونه مات شوي او يو شمېر کسان ترې ژغورل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن