جلال اباد (پژواک ۳۰ مرغومی ۹۶): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خدايي خدمتګار فخر افغان پاچا خان د دېرشم تلين ياد غونډه وشوه.
د مرغومي په ۳۰مه د خيبر پښتونخوا عوامي نېشنل ګوند يو شمېر غړي او د ننګرهار فرهنګيان د ارواښاد مزار ته لاړل او د پښتنو د ويښتيا لپاره يې د پاچا خان کړې هڅې نه هېرېدونکې وګڼلې.
د هند د لويې نيمې وچې لوی سياستوال او د انساني حقوقو د خونديتوب لوی ارمانجن خان عبدالغفار خان د مرګ دېرش کاله پوره شول، چې لر او بر کې ګڼ شمېر پلويان لري.
خان چې د انساني خدمت او د خپلو خلکو د ويښتيا لپاره د ژوند زياته برخه وقف کړې وه، له امله يې د سيمې په کچه د جايزو د ورکړې ترڅنګ په بېلابېلو لقبونو یاد شوی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم وویل، خان عبدالغفارخان د خپل قوم د ويښتيا او پوهې ته د هڅونې ترڅنګ يووالي ته د پښتنو بلل هغه څه دي، چې د خان مبارزه يې له خنډ سره مخامخ کړې وه.
ده زياته کړه، د هغوی پر وړاندې چې پښتانه يې په فرضي کرښې سره بېل کړي، په غبرګون کې د لر کور پر ځای بر کور د خپل دفن لپاره غوره کړ او راتلونکو نسلونو ته يې د يووالي پيغام پرېښود.
له کوزې پښتونخوا د عوامي نېشنل پارټۍ د ځوانانو مسوول ګلزار او د ياد ګوند يوې غړې ثنا حجاز د ظلم مخنيوي او د ازادۍ په برخه کې د خان هڅې د سيمې لپاره وبللې، چې پر مهال يې خان ډېر تکليفونه ګاللي.
ثنا حجاز پوهې ته د ښځو د هڅونې په برخه کې د فخر افغان هڅې د قدر وړ وبللې او د هغې د تعقيب غوښتنه يې وکړه.
که څه هم فخر افغان په پښتني ټولنه کې د پوهې او علم د هڅولو عملي کار پيل کړی و او ترڅنګ يې په اوسني هند، پاکستان او بنګله دېش کې د خلکو د ويښتابه هڅې کولې، خو اوس يې د خيبر پښتونخوا حکومت په نصاب کې نوم نه شي زغملی.
د يادونې ده چې د ننګرهار ولايت مقام دا اونۍ په دې ولايت کې د خان عبدالغفار خان دېرشم تلين د ياد له امله ځانګړې کړې او پر مهال به يې د خان د کتابونو او انځورونو نندارتون او علمي کنفرانس هم جوړ شي او د هېواد او سيمې پياوړي ليکوالان او پوهان به په کې برخه واخلي
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن