ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د ميثاق شهروندي پروګرام د مسوول د را خوشې کولو غوښتنه وشوه

د لوګر د ميثاق شهروندي پروګرام د مسوول د را خوشې کولو غوښتنه وشوه

author avatar
20 Jan 2018 - 16:32
د لوګر د ميثاق شهروندي پروګرام د مسوول د را خوشې کولو غوښتنه وشوه
author avatar
20 Jan 2018 - 16:32

پل علم(پژواک،٣٠مرغومى٩٦): د لوګر سلګونو اوسېدونکو او قومي مشرانو د دې ولايت د ميثاق شهروندي پروګرام د مشر نيول دسيسه وبلله او د هغه د را خوشې کېدو غوښتنه يې وکړه.

د ملي امنيت رياست ٢٢ ورځې وړاندې د لوګر ولايت د ميثاق شهروندي د پروګرام مشر ظفرخان د ٢٢٥ خيالي کليوالي شوراګانو د جوړلو په تور نيولى دى.

د اړوندې موضوع په اړه نن د لوګر ولايت سلګونه اوسېدونکو، قومي مشرانو او د سيمه ييزو شوراګانو استازو اعتراضي غونډه جوړه کړې وه.

د دې کسانو په استازيتوب د پل علم د سرسنګ سيمې د کليوالي شورا مشر سليمان وويل: (( زه د خپل کلي د ميثاق شهروندي د پروګرام مشر يم، کار مو کړى، خپله د کليو او پراختيا رياست راته ستاينليک راکړى، دلته هېڅ د خيالي شورا کومه خبره نشته.))

ده وويل چې په تېرو ١٢کلونو کې ظفرخان د لوګر لپاره ډېر خدمت کړى، خو اوس د يوې دسيسې ښکار شوى دى.

دغه راز د خوښۍ ولسوالۍ دوبندۍ سيمې د سيمه ييزې شورا منشي سورګل پژواک ته وويل: (( زموږ سيمه ٤١ کلي لري، د هر کلي لپاره شورا جوړه شوې، پروژه ورکړل شوې، هېڅ ډول ستونزه نشته.))

ده وويل چې ظفرخان بې ګناه نيول شوى او که بيا هم دوى وايي چې ستونزه لري نو پلاوى دې وټاکي او دغه مسله دې له سره تر پايه وڅېړي.

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې چې که د ظفرخان ژر برخليک معلوم نه شي نو دوى به پر لويو  په لاريونونو لاس پورې کړي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا يوې غړې هما احمدي هم پژواک ته وويل چې له ظفرخان سره سليقوي چلند شوى دى.

احمدي وایي: (( زه ظفرخان له نږدې پېژنم، ډېر پاک نفسه انسان دى، د هېواد خادم دى او په فساد هم ککړ نه دى، خو اوس نيول شوى او بندى دى.))

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د ميثاق شهروندي د پروګرام مشر د ملي امنيت له لوري نيول شوى دى.

ده وويل: (( ملي امنيت موږ ته ويلي چې پر ظفرخان اسناد او مدارک موجود دي چې ٢٢٥ خيالي شوراګانې يې جوړې کړې دي، نو ځکه اوس له هغوى سره بندي دى.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.