ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي شورا غړي سبا خپله ژمنۍ رخصتي پيلوي

د ملي شورا غړي سبا خپله ژمنۍ رخصتي پيلوي

author avatar
20 Jan 2018 - 17:12
د ملي شورا غړي سبا خپله ژمنۍ رخصتي پيلوي
author avatar
20 Jan 2018 - 17:12

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦): د ملي شورا غړي، د يادې شورا د شپاړسمې دورې د اووم کال د څوارلسمې ناستې له پاى وروسته؛ سبا خپله يوه نيمه مياشتنۍ ژمنۍ رخصتي پيلوي.

د اساسي قانون په ١٠٧ مه ماده کې راغلي، چې د ملي شورا د دواړو جرګو (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) د کار موده، هر کال نهه مياشتې ده او دواړه جرګې يوه نيمه مياشتې په اوړي او يوه نيمه هم په ژمي کې رخصتي اخلي.

د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان چې د يادې جرګې په غونډه کې د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اووم تقنيني کال؛ څوارلسمې ناستې ته د کاري راپور وړاندې کولو پر مهال وويل، چې ولسي جرګې د دوبي رخصتيو له اعلان وروسته (د وږي له ١٦ مې د مرغومي تر ٣٠ مې) د قانون طرحو، تقنيني فرامينو، بوديجې سند او حقوقي سندونو په ګډون ٢٧  مصوبې تصويب؛ څلور نړيوال هوکړه ليکونه تصديق او اته تقنيني فرمانونه رد کړي دي.

نوموړي زياته کړه، يادې جرګې په دغه موده کې يوولس نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړې او له ٥٠ زيات حکومتي چارواکي او وزيران يې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو استجواب کړي دي.

د ولسي جرګې دويم نايب محمد نذير احمدزي، چې د جرګې د نن ورځې مشري يې پر غاړه درلوده؛ وويل چې له سبا وروسته د جرګې ژمنۍ رخصتۍ پيليږي.

احمدزي د جرګې له غړو وغوښتل چې د رخصتيو په ترڅ کې له خپلو موکلينو سره وويني؛ د دوى ستونزې واوري او له رخصتيو وروسته يې په جرګه کې مطرح کړي.

هغه دغه راز د جرګې له غړو غوښتنه وکړه، څو په خپلو اړونده ولايتونو کې له شته نفوذ څخه په ګټې د امنيت د ټينګښت لپاره کار وکړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د يادې جرګې د ځانګړې ناستې په پيل کې وويل؛ چې ياده جرګه هم له سبا وروسته خپلې ژمنۍ رخصتۍ پيلوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.