ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا مېرمنې په دولتي ادارو کې ډېره ونډه غواړي

د پکتيا مېرمنې په دولتي ادارو کې ډېره ونډه غواړي

author avatar
20 Jan 2018 - 11:40
د پکتيا مېرمنې په دولتي ادارو کې ډېره ونډه غواړي
author avatar
20 Jan 2018 - 11:40

ګردېز(پژواک،٣٠مرغومى٩٦): د پکتيا ولايت اوسېدونکې او ښځينه فعالانې په ادارو کې د مېرمنو په کمه ونډه ناخوښې دي او په سيمه ييزه حکومتولۍ کې د مېرمنو د لازمې ونډې غوښتنه کوي.

د ښځو د حقونو مدافع او فعالانې وايي چې د دې ولايت په ادارو کې د مېرمنو ونډه ډېره پيکه ده او پکتياوالو مېرمنو ته کاري زمينې نه برابريږي.

د پکتيا د حکومتي چاراوکو د معلوماتو له مخې، دا مهال د دې ولايت د پوهنې رياست په چوکاټ کې شپږ سوه ښځې، په پوهنتون کې اووه ښځې، په پوليسو کې ٣٤ ښځې، د ولايت په مقام کې يوه ښځه، د کرنې په رياست کې شپږ ښځې، د ښځو چارو په رياست کې پنځه ښځې، ښاروالۍ کې دوه ښځې، د عامې روغتيا په رياست کې ١٢٠ ښځې، په محکمې کې يوه ښځه او د کليو او پراختيا په رياست کې ٤٠ ښځې پر  دندو بوختې دي.

دوی په دې برخه کې د ولايت مقام، د ښځو چارو او کار رياستونه، ښاروالي او نورې اړوندې ادارې پړې بولي وايي چې مېرمنو ته د کاري زمينو په برابرولو کې يې خپله مسووليت نه دی تر سره کړی.

د پکتيا اوسېدونکې او د حقوقو پوهنځي محصله نجما پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېرې نجونې او مېرمنې غواړي په بېلابېلو برخو کې کار وکړي، خو په خبره يې چې د نه پاملرنې له امله ډېری يې بې دندو پاتې دي.

نوموړې وايي: ((پاملرنه په دې معنى چې ښځو ته بايد مناسب کاري چاپېريال وي، څو هغوی خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکړي او خپله هم دندې ته زړه ښه کړي؛ همدارنګه په دولتي ادارو کې بايد ښځو ته په خپله برخو څوکيو کې لومړيتوب ورکړل شي.))

د ګردېز بل اوسېدونکی خالد ذهين په ادارو کې په حکومتولۍ کې د مېرمنو ګډون او کار اړين بولي او وايي چې په ادارو کې د مېرمنو شتون او رسمي کار د وخت جدي اړتيا ده.

نوموړی وايي چې اوسمهال ډېری خلک په دې پوه شوي چې ښځې هم بايد په دولتي ادارو کې کار وکړي.

 دی زياتوي چې د هغې ټولنې د پرمختګ مزل به پيکه او پڅ وي چې مېرمنې يې هېڅ کار او فعاليت نه کوي.

دغه راز د پکتيا بلې اوسېدونکې نرګس حيا پژواک ته وويل چې له ډېرې مودې راهيسې په يوه دولتي اداره کې د مقررېدو په تمه ده.

حيا پژواک ته وويل چې د ولسمشر له فرمان سره سم يې چې د ولايتونو د پوهنې تدريسي مرستيالانې بايد مېرمنې وي، ياد بست ته نوم ليکنه کړې او ازموينه يې هم ورکړې ده.

نوموړې دا په خپل حق کې تېری او د ځينو کسانو له خوا يې د مقررېدو مخنيوی او د ښځو پر وړاندې تبعيض بولي.

همدارنګه د پکتيا د ښځو شبکې مشره زرغونه همت د دولتي ادارو د مسوولينو دا خبره په کلکه ردوي چې ګواکې مېرمنې په ادارو کې دندې کولو ته نه حاضريږي او وايي چې يوازې په دې مياشت کې له شلو ډېرو لېسانس او دوولسم پاس نجونو ورته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه مراجعه کړې ده.

همت وويل چې مېرمنې په ډېرو برخو کې د کار کولو ښه وړتيا لري، خو دا چې په دولتي ادارو کې ورته لازمې اسانتياوې نه برابريږي او يا يې په ځينو مواردو کې قصدا د ګومارنې مخه نيول کيږي، نو ځکه اړې دي چې په غير دولتي ادارو او موسـساتو کې کار وکړي.

دې زياته کړه: ((که وګورو اوس نورې ادارې او موسـسات هم د پخوا په شان لوړ معاشونه نه لري، خو بيا هم مېرمنې هلته کار کوي؛ دا ځکه چې دولتي ادارو کې يې جذب بېخي کمزوری دی، لکه قصدا چې څوک نه غواړي مېرمنې مقررې شي. ښځو ته بايد د ترانسپورټ اسانتياوو ترڅنګ نورې اسانتياوې هم برابرې شي. ))

دغه راز د څمکنيو ولسوالۍ يوې اوسېدونکې وحيدې پژواک ته وويل چې د ګردېز ښار په ځينو دولتي ادارو کې به ښځې وي، خو په ولسواليو کې بيا هېڅ نشته دي.

هغې زياته کړه: (( ښار کې به ځينې ښځې په دولت ادارو کې کار کوي، خو دلته په ولسواليو کې چې دولتي ادارو ته لاړ شې نو يوه يا دوه ښځې به په کې وي چې هغه هم په نشت حساب دي. ))

نوموړي پر اړوندو چارواکو غږ وکړ چې د نارينه وو په څېر دې په دې برخه کې ښځو ته هم  خپل حق ورکړي.

همت وايي چې سږکال تر څلوېښتو پورې نجونو او مېرمنو ورته د کاري زمينو د ايجاد لپاره مراجعه کړې ده.

د يادو څرګندونو په اړه د پکتيا د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل پژواک ته وويل چې د پخوا په پرتله په حکومتولۍ کې د مېرمنو ونډه زياته شوې ده او اوسمهال سلګونه مېرمنې په دولتي او غير دولتي ادارو کې پر دندو بوختې دي.

اورياخېل وويل چې ښځې ځکه په غير دولتي موسـساتو کې کار ته زړه ښه کوي چې هلته ورته زيات معاش او امکانات ورکول کيږي.

نوموړې وايي: ((مخکې خويندې يوازې په ښځو چارو رياست کې وې، اوس د معارف سربېره په کار او ټولنيزو چارو، پوهنتون، روغتيا، کرنې رياست، امنيه قومانداني او نورو ادارو کې کار کوي. ښځې وايي چې ډېر اقتصادي مشکلات لري او په موسساتو کې نسبتا زياتې اسانتياوې ورته برابريږي، نو ځکه هلته کار کوي.))

په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون د بشر حقونو کمېسيون د ښځو چارو مسووله  زرمينه شمس بيا وايي چې ښځو ته د نارينه وو په څېر د کار زمينه برابره ده، خو په کار ده چې ښځې کاري وړتيا پيدا کړي.

شمس ټينګار کوي چې د نارينه وو په پرتله ښځو ته د لومړيتوب حق ورکول او په ازموينو او نورو برخو کې يې ډېر لاسنيوي  ښځې ټنبلې کړې او له وړتيا او تحصيلي اړخه يې د وروسته پاتې کېدو لامل شوي.

دې وويل: ((د سړيو په شان ښځو ته زمينه برابره ده، اوس هم د مېرمنو لپاره بستونه شته، خو د مېرمنو د ټيټې تحصيلې او کمې کاري وړتيا له امله تش دي او يا يې پر ځای نارينه کار کوي. لازمه ده چې ښځې اول د کار وړتيا پيدا کړي او تحصيل وکړي. زه له دې خبرې سره موافقه نه يم چې ښځو ته کاري فرصتونه نشته دي.))

هغې زياته کړه چې سږکال ورته په اداري او اقتصادي برخو کې د فعاليت او مقررېدو لپاره شاوخوا دوه سوه مېرمنو مراجعه کړې او دوی يې د کاري فرصتونو د شتون په صورت کې بېلابېلو دولتي ادارو او موسـساتو ته ورمعرفي کوي، خو په خبره يې چې د کمو کاري فرصتونو له امله يې ډېرې کمې پر دندو ګومارل کيږي.

مدني فعال اجمل مسعودزی وايي چې په ادارو کې د مېرمنو ګډون او کار ناڅاپي نه، بلکې د څو کلونو هڅو او تدريجي فعاليت پايله ده.

مسعودزی وايي چې له يوې خوا ډېرو نجونو تعليم او تحصيل وکړ او له بلې خوا اقتصادي ستونزو اړ کړې چې په ادارو کې کار وکړي.

نوموړی په دې برخه کې ټولنې ته د ځينو نجونو او مېرمنو د خدمت هوډ هم مهم بولي او وايي چې ګڼې نورې مېرمنې هم شته چې غواړي عملا په ادارو کې کار وکړي، خو په خبره يې دا چې تر اوسه ورته په سيمو کې پوره اسانتياوې نشته، نو ځکه په کورونو ناستې دي.

دی وايي:((د اقتصادي ستونزو او هوساينې، خدمت او لېوالتيا سربېره ضرورت هم دی، مثلا په روغتيايي او تعليمي برخو کې د مېرمنو شتون ډېر اساسي ضرورت دی، همدرانګه په امنيه قوماندانۍ او نورو برخو کې.))

بل لورته د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک وويل چې د ښې حکومتولۍ لپاره د مرکز او ولسواليو په ادارو کې د کدرونو ځای پر ځای کولو ته اړتيا ده او ولايتي ادارې د دې چارې لپاره پوره هڅې پيل کړې دي.

حسرت مني چې تر اوسه ښځو ته لازمه ونډه نه ده ورکړل شوې، خو په خبره يې دوی د مېرمنو د ژوند د ښه والي او اداري برخې زياتوالي لپاره د ښځو اړوند د بېلابېلو برخو د حقوقي او مدني فعالانو نظريات او وړانديزونه اخيستي او د صلاحيت په چوکاټ کې به يې د تر سره کولو هلې، ځلې وکړي.

نوموړي وويل: ((پوره تعهد موجود دی چې مېرمنو ته په پوره شفاف ډول له جنسي او بل هر ډول تبعيض پرته د دوی سياسي، ټولنيز او اداري سهم ورکړل شي.))

د پکتيا د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال د پوهنې رياست او د امنيې قوماندانۍ ترڅنګ کابو زر تنه ښځې د ولايت په مقام، د ښځو چارو، کار او ټولنيزو چارو، پوهنتون او کرنې په رياستونو او استيناف محکمې او څارنوالۍ کې کار کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.