ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کندوز کې د يوه ترهګريز بريد مخنيوى شوى”

“په کندوز کې د يوه ترهګريز بريد مخنيوى شوى”

author avatar
20 Jan 2018 - 14:55
“په کندوز کې د يوه ترهګريز بريد مخنيوى شوى”
author avatar
20 Jan 2018 - 14:55

کابل(پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦): ملي امنيت د کندوز ولايت په مربوطاتو کې د يوه ترهګريز بريد د مخنيوى خبر ورکړ.

د ملي امنيت عمومي رياست له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې موظفينو يې د عملياتو په ترڅ کې يو طالب په کندوز کې خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې نيولى دى.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوى کس قاري محمد صادق نومېږي او په خپلو لومړنيو اعترافاتو کې يې ويلي چې طالب دى او د خپلو مشرانو په امر د ترهګرويزو بريدونو د پلان او تر سره کولو په موخه کندوز ښار ته را استول شوى و.

د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې نوموړي هوډ کړى و، څو په کندوز ښار کې ځينې چاودېدونکي توکي له وړاندې په نښه شوي ځاى کې ځاى پر ځاى کړي، خو د ملي امنيت د منسوبينو له لوري پيدا او شنډ شول.

په خبرپاڼه کې د نوموړي کس د نيولو وخت نه دى په ډاګه شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.