ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين: افغانستان سره په پوځي برخه کې مرسته کوو

چين: افغانستان سره په پوځي برخه کې مرسته کوو

author avatar
20 Jan 2018 - 20:22
چين: افغانستان سره په پوځي برخه کې مرسته کوو
author avatar
20 Jan 2018 - 20:22

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦): په کابل کې د چين مرستيال سفير د افغانستان د سولې له لړۍ سره د خپل هېواد پر همکارۍ د ټينګار ترڅنګ وايي، په دې وروستيو کې د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه اړيکه رامنځته شوې او دغه اړيکه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ګټوره تمامه شي.

په هغې ناسته کې، چې د "افغانستان او چين دوه اړخيزه اړيکې، د سيمې په جيوپوليټيک بدلون کې د چين رول" تر نامه لاندې کابل کې د ستراتيژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له لوري ترسره شوه، افغان او چينايي کارپوهانو په کې د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه ويناوې وکړې.

د ستراتيژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالباقي امين په دې ناسته کې د وينا پر مهال له چين څخه د افغانستان د نېک ګاونډي په نوم يادونه وکړه او ويې ويل، افغانستان پر دې سربېره چې پراختيا، صنعت، کرنې او اقتصادي پرمختګ برخه کې چين ته اړتيا لري، چين هم افغانستان ته اړتيا لري.

نوموړي د بين الافغاني سولې په لړۍ کې د چين رول مهم وباله او ويې ويل: "چين کولى شي د امريکا او روس ترمنځ او دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوکړې برخه کې مهم رول ولوبوي."

په کابل کې د چين مرستيال سفير ژانګ ژيکسن له افغانستان په بېلابېلو ډګرونو کې د خپل هېواد پر دوامداره ملاتړ ټينګار وکړ او ويې ويل، چين په خپلو مرستو سره هڅه کوي، چې افغانستان د سيمې په اقتصادي او سياسي مرکز بدل کړي.

هغه زياته کړه: "موږ اوس پرېکړه کړې چې له افغانستان سره په پوځي برخه کې مرسته وکړو او له افغانستان سره د پوځي ظرفيت لوړولو په برخه کې هم کار وکړو، څو له دې لارې په خپلو هېوادونو او سيمه کې امن رامنځته کړو."

نوموړي زياته کړه: "افغانستان او چين د ترهګرۍ مخالف دي او موږ په دې برخه کې ګامونه پورته کړي او له افغان حکومت مننه کوو چې د ختيځ ترکستان د ترهګرو په له منځه وړلو کې يې له موږ سره همکاري کړې ده."

په کابل کې د چين مرستيال سفير له پاکستان سره د خپل هېواد د نېکو اړيکو يادونه وکړه او ويې ويل، په دې وروستيو کې د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه اړيکه رامنځته شوې او دغه درې اړخيزه اړيکه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سيمې د سولې او ثبات په برخه کې رغنده رول لوبولى شي.

نوموړي دې خبرې ته په اشارې سره چې چين تل په افغاسنتان کې د سولې لړۍ له پرمختګ ملاتړ کړى، وويل چې هېواد يې هڅه کوي له افغانستان سره د سولې ټينګښت، ثبات، سوداګرۍ او پراختيا سربېره په سيمه کې د افغانستان يوه مقام ترلاسه کولو لپاره هم مرسته کوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکريم خُرم هم د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې مهمې وبللې او ويې ويل، دغه هېواد له افغانستان سره د سولې او ثبات ټينګښت او سوداګريزې، کرنيزې برخو پرمختګ کې هم همکاري کولى شي.

هغه زياته کړه، چين د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره هم په افغانستان کې سوداګريزه او اقتصادي پرمختګ غواړي او له يادې اړيکې بايد مثبته ګټه پورته شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پخوا په پرتله لا پياوړې شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.