ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: افغانستان د سيمې او نړۍ په نيابت له ترهګرو سره مبارزه کوي

کرزى: افغانستان د سيمې او نړۍ په نيابت له ترهګرو سره مبارزه کوي

author avatar
20 Jan 2018 - 11:54
کرزى: افغانستان د سيمې او نړۍ په نيابت له ترهګرو سره مبارزه کوي
author avatar
20 Jan 2018 - 11:54

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦) : د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي چې افغانستان د سيمې او ټولې نړۍ په نيابت له ترهګرۍ او سخت دريځۍ سره پر مبارزې بوخت دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د افغانستان په اړه د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي. دغه غونډه د ((افغانستان او منځني اسيا ترمنځ د سيمه ييزو همکاريو پراختيا)) تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د امنيت شورا د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو يو شمېر وزيرانو هم برخه اخيستې وه.ټاکل شوې وه چې دافغانستان د بهرنيو چارو  سرپرست وزير صلاح الدين رباني هم په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو هغه د جمعيت ګوند کارونو کې د بوختياوو له امله نه دى تللى.

حکمت کرزي زياته کړه چې ترهګري، سخت دريځي نه يواځې د افغانستان، بلکې د ټولنې سيمې امنيت او ثبات يې له ګواښ سره مخامخ کړى دى.

هغه ويلي:(( موږ ټول پرې پوهېږو چې په نا امنيو کې نېکمرغي نه راځي، ترهګري او سخت دريځۍ افغانستان  او ټولې سيمې ته سرخوږى جوړ کړى دى.))

د نوموړي په وينا، افغانستان د سيمې او ټولې نړۍ په نيابت له ترهګرۍ او سخت دريځۍ سره پر مبارزې بوخت دى.

د يادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي يادې غونډې ته وويل چې له ترهګرۍ سره مبارزه، يواځې د افغانستان مسووليت نه دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل،په دې ستره مبارزه کې افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړي، عام هېوادوال او خپل امنيتي ځواکونه يې له لاسه ورکړي دي.

 کرزى وايي، له ټولو ننګونو سره سره افغان امنيتي ځواکونو د القاعدې، طالبانو، حقاني ډلې،   او د نورو ترهګرو او سخت دريځو پر وړاندې پرمختګونه کړي او لاسته راوړنې لري.

د هغه په وينا، افغان ځواکونو له تېرو لسو مياشتو راهيسې کې په ټول هېواد کې دوه زره ځانګړي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ګڼ شمېر بهرنيو ترهګرو په ګډون ډېرو وسله والو مخالفينو ته  مرګ ژوبله اړولې ده.

کرزي، افغانستان ته د امنيت شورا پلاوي سفر ته په اشارې سره وويل، دا يو ډېر ښه چانس و، چې د امنيت شورا ټول غړي د افغانستان حالات له نږدې څخه وګوري .

هغه زياته کړه : (( موږ باوري يو چې ددې پلاوي سفر ښې پايلې ولري او له دې سره افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نړيوالې ټولنې مرستې او همکارۍ نورې هم زياتې شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.