ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې چاودنه شوې

ګردېز کې چاودنه شوې

author avatar
20 Jan 2018 - 10:47
ګردېز کې چاودنه شوې
author avatar
20 Jan 2018 - 10:47

 لومړي تعقيب-ګردېز(پژاوک،٣٠مرغومى٩٦): د پکتيا د مرکز ګردېز ښار دويمې امنيتي حوزې ته څېرمه چاودنه يو ملکي وګړى وژل شوى او يو بل ټپى دى.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې شوې ده.

هغه وايي چې چاودنه د چسپکې ماين له امله رامنځته شوې چې يو ملکي وګړې په کې وژل شوى او يو بل ټپي دى.

يوي حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې وژل شوى کس سميع الله نوميږي او د کار او ټولنيزو چارو رياست د محاسبې مدير و.

د اجمل په نوم يو تن عيني شاهد پژواک ته وويل : (( چاودنه د يو کرولا او ټوډي موټر ترمنځ وشوه، ډېره قوي چاودنه وه او کېداى شي د تلفاتو شمېره يې ډېره وي.))

خو د پکتيا د ولايتي روغتون چارواکي بيا وايي چې له يادې پېښې څخه دوى ته يواځې يو ټپي ور وړل شوى دى.

د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.