ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د ولسي تړون ملي پروګرام چارې پیل شوې

تخار کې د ولسي تړون ملي پروګرام چارې پیل شوې

author avatar
21 Jan 2018 - 19:27
تخار کې د ولسي تړون ملي پروګرام چارې پیل شوې
author avatar
21 Jan 2018 - 19:27

تالقان (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): په تخار کې د ولسي تړون ملي پروګرام چارې نن د دغه ولایت په مرکز تالقانو کې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې چې ټاکل شوې په درېیو پړاوونو کې بشپړ شي.

د دغه ولایت د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس انجنیر صبغت الله نظري وویل، ولسي تړون د ملي پیوستون ځای ناستی پروګرام دی، خو د چارو ډولونه یې خورا توپیر لري او هر اړخیز دي.

ده زياته کړه، د ولسي تړون پروګرام په دغه ولایت کې په درېیو پړاوونو او د لسو کلونو په موده کې پلی کېږي چې ۱۳ ميلیونه او ۹۵۹ زره ډالره لګښت پرې راځي.

دى وايي: ((دمګرۍ په نمک اب، ورسج، خواجه غار، دشت کلا، بهارک، چاه اب، او هزارسموچ ولسوالیو کې د ملي پیوستون پروګرام لومړنۍ چارې پیل شوې دي چې د ۱۳۹۷ کال په ملي بودجه کې د دغه پروګرام د لومړنیو چارو یعني د شوراګانو جوړولو او د شوراګانو وړتیا لوړولو ته ۵۲ ميلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.))

د هغه په خبره، د سیمه ییزو ارګانونو په ګډون د کلیو پراختیا او بیارغونې، مالیې، کرنې او مالدارۍ، پوهنې او عامې روغتیا وزارتونه د دغه پروګرام چلوونکي دي چې په همغږي سره به اړوندې پروژې پلي کوي.

د تخار والي ډاکټر فضل الله مجددي وویل چې د ملي پیوستون پروګرام په پلي کېدو سره به د دغه ولایت بڼه بدله شي او په ګڼو برخو کې دغه ولایت د پرمختګونو شاهد وي.

ده زياته کړه، د دغه پروګرام له لوري پلي کېدونکې پروژې به د خلکو د اړتیاوو له مخې ټاکل کېږي او خلکو ته هم پوهاوی ورکول کېږي چې د پروژو څارنه وکړي چې د مالکیت احساس وکړي.

په همدې مهال بیا د تخار د اقتصاد رییس احمد ضیا طارق وايي چې د ملي پیوستون پروګرام د پروژو په پلي کولو کې د خلکو اړتیاوو ته پام نه وو شوی او ډېر شمېر پروژې له پلي کېدو وروسته له منځه تللې دي.

د هغه په خبره، د ملي پیوستون ډېرې پروژې د اشخاصو په خوښه پلې شوې دي او نتیجه یې هم نه ده ورکړې، خو د ولسي تړون پروګرام پروژې د سیمې د اړتیاوو له مخې ټاکل کېږي او په کې عواید لرونکو پروژو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

دى زياتوي، هڅه دا ده چې د دغه پروګرام په سم پلي کولو سره به د داخلي عوایدو کچه لوړه او ډېرو خلکو ته به د کار روزګار زمینه هم برابره شي.

د هزارسموچ لسوالۍ یو قومي مشر مخدوم عبدالعزیز بیا غونډې ته د خبرو په مهال په دغه ولایت کې له نامتوازنه پرمختیا سرټکوي او وايي، د تخار په ځینو ولسوالیو کې د کار لپاره ځای نه دی پاتې، خو ډېر شمېر نورو ولسوالیو کې بیا د ګوتو په شمېر پروژې هم نه دي پلي شوي.

هغه وویل: ((زه د تخار له سیمه ییزو چارواکو څخه غواړم چې له ولسي ټرون پروګرام څخه هم ملي پیوستون پروګرام جوړ نه کړي، هغه ولسوالیو او سیمو ته چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي، لومړيتوب ورکړي او له ولسوالیو سره دې د مور او مېرې چلند نه کوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.