ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد په پراخه کچه وغندل شو

د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد په پراخه کچه وغندل شو

author avatar
21 Jan 2018 - 17:28
د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد په پراخه کچه وغندل شو
author avatar
21 Jan 2018 - 17:28

کابل (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه، ٩٦) :  د امريکا په ګډون يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد په پراخه کچه غندلى دى.

وسله والو طالبانو تېره شپه څه دپاسه نهو بجو د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد وکړ چې نن وروسته له غرمې د ١٦ ساعتونو جګړې په پايله کې بريدګر ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دې بريد کې پنځه تنه وژل شوي او ١٠ نور  ټپيان دي، خو نورې امنيتي سرچينې بيا يواځې د وژل شوو کسانو شمېره ١٨ تنه ښيي.

په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ويلي چې پر ياد هوټل تر بريده وروسته امنيتي مسوولينو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل.

سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو همدومره يې ويلي چې امريکا دا حالات له نږدې څاري او د اړتيا پر مهال به له افغانستان سره مرسته کوي.

بلخوا په کابل کې دامريکا سفارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا بريد په کلکه غندل شوى دى.

د امريکا سفير جان باس ويلي، د نړۍ په هېڅ سيمه کې د دا ډول بريدونو لپاره ځاى نشته.

نوموړي پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ د افغان ځواکونو ستاينه کړې چې د ډېرو خلکو د مرګ ژ وبلې مخه يې نيولې او بريدګر يې وژلي دي.

سرچينې ويلي چې سفارت له افغان چارواکو سره په ګډه کار کوي او د پېښې په څېړنو کې همکاري کوي.

د امريکا سفير ويلي، افغانستان سولې او امنيت ته اړتيا لري، حکومت او خلک يې په دې سخت وخت کې له افغانانو سره دي.

پاکستان هم دغه بريد غندلى دى، په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې دوى پر دې ترهګريزې پېښې سخت خواشيني شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د پاکستان حکومت او خلک په دې سخت وخت کې له افغانانو سره خپل يووالى څرګندوي  او هر ډول ترهګريز عمل غندي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.