ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره داخلي او نړيواله اجماع نشته”

” له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره داخلي او نړيواله اجماع نشته”

author avatar
21 Jan 2018 - 18:01
” له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره داخلي او نړيواله اجماع نشته”
author avatar
21 Jan 2018 - 18:01

کابل(پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۶): د ولسي جرګې له نشه يي توکو سره د مبارزې د کمېسيون مشر وايي چې په هېواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره په داخلي او نړيواله کچه جدي سياسي اراده شتون نه لري او تر څو چې دغه همغږي رامنځ ته نه شي، په افغانستان کې به د نشه يي توکو ستونزه حل نه شي.

محمد نعيم لالي حميدزي دغه موضوع نن په کابل کې  " د نشه يي توکو پروړاندې ملي بحث"  تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې بيان کړه.

هغه وويل:"  له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره سياسي اراده نشته او مبارزه په ډېری مواردو کې په نمايشي حرکتونو او د خلکو غولولو لپاره شوې، ددې پرځای چې د کرکيلې کچه کمه شي، د پام وړ زياته شوې ده."

حميدزي زياته کړه:" له نشه يي توکو سره مبارزه، ملي او نړيوالې منظمې ارادې ته اړتيا لري چې موږ يې نه وينو او دا چې ترهګر له نشه يي توکو څخه کار اخلي، ددوی لپاره د تمويل او تجهيز يوه مهمه سرچينه ګڼل کېږي." 

د ولسي جرګې له نشه يي توکو سره د مبارزې د کمېسيون د مشر په خبره، په تېرو ۱۵کلونو کې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره شاوخوا ۸۵۰ميليون ډالر لګېدلي، خو نتيجه يې نه ده درلودلې.

لالي حميدزي وويل:" له نشه يي توکو سره د مبارزې په قانون کې مو د روږدو کسانو درملنه جبري کړې ده،خو بهرنيانو ددې پرېکړې په اعتراض کې په دغه برخه کې خپلې مرستې بندې کړې دي."

د کابل پوهنتون استاد او د اقتصادي مسايلو کار پوه، سيد مسعود په دغه غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل:" له بده مرغه د ملي او نړيوالو ځواکونو له شتون سره سره د ترياکو کښت ورځ په ورځ زياتېږي."

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې ترياک په څه باندې دوو وروستيو لسيزو کې  له ۱۸۰ټنو څخه ۹زره ټنو ته ډېر شوي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

د سيدمسعود په خبره، څو چې په نړيوالو بازارونو کې د ترياکو لپاره د تقاضا مخه ونه نيول شي، په هېواد کې له يادې شوې ښکارندې سره مبارزه ناشونې ده.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير سلامت عظيمي هم ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد او کرکيلې ډېرېدل، د نړۍ په بازارونو کې د ترياکو لپاره د تقاضا له ډېرېدو سره نېغ په نېغه تړاو لري او لازمه ده چې په دې برخه کې جدي تدابير ونيول شي.

افغانستان په نړۍ کې د ترياکو ترټولو ستر توليدونکی هېواد پېژندل کېږي.

د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې د وروستي ګډ راپور له مخې، په ۱۳۹۶کال کې په هېواد کې د نشه يي توکو د توليد کچه، د تېر کال په پرتله ۸۷سلنه ډېره شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.