ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ملي اردو ۷ سرتېرو ته مرګ ژوله اوښتې

هلمند کې د ملي اردو ۷ سرتېرو ته مرګ ژوله اوښتې

author avatar
21 Jan 2018 - 14:04
هلمند کې د ملي اردو ۷ سرتېرو ته مرګ ژوله اوښتې
author avatar
21 Jan 2018 - 14:04

لښکرګاه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالقدير بهادرزي د سلواغې په لومړې نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په سربند سيمه کې طالبانو د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پژواک ته پېښه تاييد کړه خو د جزئياتو په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې دغه بريد د طالبانو د ځانګړې قطعې له لوري ترسره شوى دى.

ده وويل چې په دغه بريد کې لس د ملي اردو سرتېري وژل شوي، پوسته يې له لاسه وتلې، وسلې او مهمات يې طالبانو له ځان سره وړي دي.

د يادونې ده، شاوخوا لس ورځې وړاندې هم په همدې سيمه کې د طالبانو په برید کې د ملي اردو يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.