د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد په پراخه کچه وغندل شو

د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد په پراخه کچه وغندل شو

Jan 21, 2018 - 17:28

کابل (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه، ٩٦) :  د امريکا په ګډون يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد په پراخه کچه غندلى دى.

وسله والو طالبانو تېره شپه څه دپاسه نهو بجو د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد وکړ چې نن وروسته له غرمې د ١٦ ساعتونو جګړې په پايله کې بريدګر ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دې بريد کې پنځه تنه وژل شوي او ١٠ نور  ټپيان دي، خو نورې امنيتي سرچينې بيا يواځې د وژل شوو کسانو شمېره ١٨ تنه ښيي.

په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ويلي چې پر ياد هوټل تر بريده وروسته امنيتي مسوولينو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل.

سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو همدومره يې ويلي چې امريکا دا حالات له نږدې څاري او د اړتيا پر مهال به له افغانستان سره مرسته کوي.

بلخوا په کابل کې دامريکا سفارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا بريد په کلکه غندل شوى دى.

د امريکا سفير جان باس ويلي، د نړۍ په هېڅ سيمه کې د دا ډول بريدونو لپاره ځاى نشته.

نوموړي پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ د افغان ځواکونو ستاينه کړې چې د ډېرو خلکو د مرګ ژ وبلې مخه يې نيولې او بريدګر يې وژلي دي.

سرچينې ويلي چې سفارت له افغان چارواکو سره په ګډه کار کوي او د پېښې په څېړنو کې همکاري کوي.

د امريکا سفير ويلي، افغانستان سولې او امنيت ته اړتيا لري، حکومت او خلک يې په دې سخت وخت کې له افغانانو سره دي.

پاکستان هم دغه بريد غندلى دى، په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې دوى پر دې ترهګريزې پېښې سخت خواشيني شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د پاکستان حکومت او خلک په دې سخت وخت کې له افغانانو سره خپل يووالى څرګندوي  او هر ډول ترهګريز عمل غندي.

دغه راز هندوستان، ترکيې، بريتانيا، جرمني او يو شمېر نورو هېوادونو هم دا بريد غندلى دى.

د يادونې ده  چې ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکتر عبدالله، د ملي امنيت سلاکار ، په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکتر حضرت عمرزاخېلوال، يو شمېر وزيرانو، واليانو او نورو چارواکو هم دا بريد غندلى دى.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت  منلى او ويلي يې دي چې پنځو بريدګرو په کې برخه اخيستې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement