د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

روان کال ننګرهار کې د ۱۱۱ ميليونه افغانيو په لګښت د کرنې پروژې پلې شوي

روان کال ننګرهار کې د ۱۱۱ ميليونه افغانيو په لګښت د کرنې پروژې پلې شوي

Jan 21, 2018 - 17:30

جلال اباد (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۶): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، روان کال په دغه ولايت کې د کرنې په برخه کې د ۱۱۱ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

د ننګرهار کرنې ريیس رفيع الله رحيمزي دا معلومات د سلواغې په لومړۍ نېټه د ولايت مقام رسنيو دفتر کې د خپلو فعاليتونو په تړاو د راپور ورکولو په مطبوعاتي غونډه کې ورکړل.

هغه وويل، روان کال په دې ولايت کې د ۱۱۱ ميليونه افغانيو په لګښت د اصلاح شويو تخمونو، بڼوالۍ، ساختمانۍ، ابيارۍ او مالدارۍ برخه کې لسګونه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

ده زياته کړه، د ۱۳۹۶ مالي کال لپاره ۵۸ ميليونه افغانۍ انکشافي او ۵۳ میليونه عادي بودیجه په واک کې ورکړل شوې وه، چې ادارې يې په بشپړه توګه مصرف کړې ده.

د هغه په وينا، ۳۸ میليونه افغانۍ په ساختماني برخو او پاتې په مالدارۍ، اصلاح شویو تخمونو او باغدارۍ د پرمختګ په برخو کې لګو شوې دي.

نوموړي وويل، تېر کال يې په اتو ولسوالیو کې ۵۹۰ جریبه ځمکه کې باغونه او په سره رود او کوز کونړ ولسوالیو کې يې ۲۰ شنې خونې جوړې کړي.

 دی زياتوي، په ۶ ولسوالیو کې يې د مېرمنو لپاره د سبزیجاتو د تولید نږدې ۱۹ سوه باغچې جوړې کړې دي.

هغه وايي، په پلان کې لري چې راتلونکي مالي کال کې څه دپاڅه ۲۲ میليونه ډالرو په مالي لګښت پنځو جګړه ځپلو ولسوالیو خوږياڼو، شېرزادو، روداتو، اچين او کوټ کې سربندونه، کانالونه او څو نورې کرنیزې پروژې پلې کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement