ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش ۱۶ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش ۱۶ وسله وال وژل شوي

author avatar
21 Jan 2018 - 13:59
ننګرهار کې د داعش ۱۶ وسله وال وژل شوي
author avatar
21 Jan 2018 - 13:59

جلال اباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۶): د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار کې د کومانډو ځواکونو په عملياتو، هوايي بريد او د ماين په چاودنه کې د داعش ۱۶ وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د چارواکو په وينا، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې اوښتې ده.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې  تېره ورځ د ځانګړو کومانډو ځواکونو له لوري د هسکې مېنې ولسوالۍ په مريز کنډو او چاروازې سيمو کې عمليات ترسره شوي دي.

هغه وايي، په دغو عملياتو کې د داعش ډلې ۱۲ وسله وال وژل شوي او د هغوی د وسلو يو ډيپو هم له منځه وړل شوی دی.

دغه راز د سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په يو هوايي بريد کې د داعش ډلې درې نور وسله وال هم وژل شوي دي.

د ډګرمن فقيري د معلوماتو له مخې، دغه هوايي بريد پرون د يادې ولسوالۍ د پېښې کنډو اړوند په تختو کلي سيمه کې د داعش پر يو پټنځای شوی دی.

د يو بل خبر له مخې، د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون پر داعش وسله والو د خپل ماين چاودنه کړې ده.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول وايي، چاودنه د دې ولسوالۍ په مياجي بابا سيمه کې شوې، چې يو وسله وال په کې وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.