ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د اوبولګولو ۱۴۹شبکې جوړېږي

په هېواد کې د اوبولګولو ۱۴۹شبکې جوړېږي

author avatar
21 Jan 2018 - 17:58
په هېواد کې د اوبولګولو ۱۴۹شبکې جوړېږي
author avatar
21 Jan 2018 - 17:58

کابل(پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه۹۶): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په ټول هېواد کې د څه باندې يو ميليارد او ۶۰۲ميليون افغانيو په لګښت د اوبو لګولو ۱۴۹شبکې جوړېږي.

د ياد شوي وزارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم را لېږل شوې، ويل شوي چې د اوبو لګولو دغه شبکې  په ۱۳۹۷مالي کال کې د هېواد په ۳۴ولايتونو کې جوړېږي.

د کرنې وزارت زياته کړې چې په هېواد کې له ۳.۶ميليون هکتاره ډېره کرنيزه ځمکه شتون لري چې تر اوسه د اوبو لګولو سيستم د کمښت له امله ډېره کمه ځمکه خړوبېږي.

سرچينې ويلي، ياد شوی وزارت په پام کې لري چې د اوبو لګولو د ياد شوو شبکو په جوړېدو سره له ذکر شوې  ځمکې ۲۵۰زره جريبه د کرنې و ړ وګرځوي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يادو شبکو په جوړېدو سره به په کرنيزو حاصلاتو کې له ۲۰ تر ۳۰سلنه زياتوالی راشي، د ۲۵سلنه ضايعاتو مخه به ونيول شي او ۱۵۰زره کاري موکې به رامنځ ته شي.

سرچينې دغه راز ويلي، ټاکل شوې ده چې د اوبو لګولو دغه شبکې به د ۱۳۹۷مالي کال تر پايه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د يادونې ده چې د کرنې وزارت په تېر کال کې د اوبو لګولو ۱۱۷شبکې جوړې کړې او همدا اوس په هېواد کې د اوبو لګولو پر ۲۱شبکو کار روان دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.