ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پخلا: ماشومان باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي

پخلا: ماشومان باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي

author avatar
22 Jan 2018 - 17:08
پخلا: ماشومان باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي
author avatar
22 Jan 2018 - 17:08

کندهار (پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): له هغه وروسته چې په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د پېښو شمېر ۷ ته ورسېد، د دې ولایت د عامې روغتیا رییس وايي چې ماشومان دې د سیاسي مسایلو نه قرباني کېږي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

پخلا وویل، په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۴ پېښې ثبت شوي چې ۷ یې یوازې په کندهار کې دي.

هغه زیاته کړه، د دغو پېښو له ډلې ۵ په شاولیکوټ، ۱ په سپين بولدک او ۱ په کندهار ښار کې ده، ۲ پېښې په هلمند کې ثبت شوي چې ۱ په نوزاد او ۱ په نهر سراج ولسوالۍ کې ده، په ارزوزګان کې ۱ پېښه ثبت شوې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۳ پېښې او په کندوز کې ۱ پېښه ثبت شوې ده.

د ده په خبره، دغلته د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو زیاتېدل زموږ لپاره د خطر زنګ دی.

هغه زیاته کړه، د ساري ناروغۍ له منځه وړل اسانه خبره نه ده، بلکې د صحت د سکتور تر څنګ د نورو سکتورونو او ټولنې هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.

د ده په وینا، د عامې روغتیا وزارت د خپلو نړیوالو کاري شریکانو سره یو ځای د پولیو د مخنیوي په موخه هڅه کوي ماشومان واکسین کړي، خو له بده مرغه موږ دغه هدف ته په ښه توګه نه رسېږو.

دی وايي، هغه کمپاینونه چې د ماشومانو د واکسینولو په موخه پلان کېږي په ځینو مواردو کې له مشکلاتو سره مخ کېږي.

هغه د کندهار شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش او غورک ولسوالۍ یادې کړې چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې په کې د پولیو د واکسین کمپاین نه و شوی چې له امله یې تر ټولو ډېرې پېښې په شاولیکوټ کې ثبت شوې دي.

پخلا ومنله چې وسله والو مخالفینو په دغو ولسوالیو کې د پولیو کمپاین ته اجازه نه ورکوله.

خو ده وویل چې له ډېرو اړیکو، خبرو او هڅو وروسته یې تېره اوونۍ اجازه تر لاسه کړه چې له اوږد ځنډ وروسته په دغو ولسوالیو کې د پولیو د کمپاین اجازه تر لاسه کړي.

ده زیاته کړه: ((ماشومان باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.