کابل(پژواک،۲سلواغه ۹۶): د رسنيو او خبريالانو يو مدافع بنسټ وايي چې د خبريالانو او د رسنيو د کار کوونکو پروړاندې د تاوتريخوالي ۱۹۰قضيې چې په وروستيو ۱۵کلونو کې په افغانستان کې رامنځ ته شوې دي، د جزا په نړيواله محکمه کې ثبت شوې دي.
د نی دفتر اجرايي مشر عبدالمجيب خلوتګر نن په کابل کې په دې اړه يوې خبري غونډې ته خبرې وکړې.
نوموړي وويل چې د خبريالانو او رسنيو د کار کوونکو پروړاندې د تاوتريخوالي ۱۹۰موردونه چې د خبريالانو او رسنيو د کار کوونکو ژوند له لاسه ورکول، ټپي کېدل، اختطاف او دوی لپاره د وېرې رامنځ ته کېدل په کې شامل دي، د بشريت او جنګي جنايتونو په توګه د جزا په نړيواله محکمه کې ثبت شوي دي.
د خلوتګر په وينا، دغه قضيې له ۱۳۸۲لمريز کاله تر اوسه د طالبانو، داعش او حقاني شبکې له خوا رامنځ ته شوې چې په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو د کار کوونکو د وژل کېدو ۴۸ موردونه، د ټپي کېدو ۷۲ موردونه، د اختطاف ۱۵ او د ډار او ګواښ ۵۳موردونه په کې شامل دي.
د جزا د نړيوالې محکمې (International Criminal Court / ICC)د اساس نامې د پنځمې مادې له مخې، دغه محکمه واک لري چې هغو مهمو جرمونو ته رسيدګي وکړي چې د نړيوالې ټولنې د اندېښنې لامل ګرځي. په دغو جرمونو کې نسل وژنه، بشري او جنګي جنايتونه شامل دي.
د نی اجرايي مشر وويل چې دغه ارګان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازندويه دفتر څخه هم غواړي چې په افغانستان کې د بيان ازادۍ څخه د ملاتړ او عدالت د پرځايښت لپاره په عدالت غوښتنه کې همکاري وکړي.
عبدالمجيب خلوتګر د يادې شوې خبري غونډې په دوام کې په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاس رسي د محدوديت په اړه د بېلګې په توګه وويل چې د کابل پر انټر کانټيننټال هوټل د طالبانو له ځانمرګو بريدګرو له بريد څخه تر ۴۸ساعته ډېر وخت تېر شوی، خو رسنۍ تر اوسه د هغه څخه په اړه جزييات نه لري چې د ياد شوي هوټر پر کار کوونکو اومېلمنو تېر شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په دې پېښه کې ۶ ولسي کسان وژل شوي، ۹نور ټپيان د ي، خو د کام اير هوايي شرکت يوې سرچيڼې وويل چې په ياده پېښه کې ددوی لږ تر لږه ۱۱ کار کوونکي وژل شوي او يو شمېر لا درکه دي چې پيلوټان او د الوتکې خدمت کوونکي په کې شامل دي.
د نی دفتر مشر دغه راز په غور ولايت کې پر عدالت غږ راډيو د بريد په اړه هم اندېښنه په ډاګه کړه.
د نوموړي په وينا، د يادې شوې راډيو ودانۍ چې له يوې امنيتي پوستې سره نږدې موقعيت لري سوځول شوې ده، خو تر اوسه ددې کار عاملين نه دي نيول شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن