د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار خبريالانو د امنيت خونديتوب غوښتنه وکړه

د ننګرهار خبريالانو د امنيت خونديتوب غوښتنه وکړه

Jan 22, 2018 - 16:50

جلال اباد (پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): د ننګرهار ولايت خبريالان وايي، تر بل هر وخت يې پر وړاندې امنيتي ننګونې ډېرې شوې او پر حکومت يې د خپل امنيتي خونديتوب غږ وکړ.

دوی دغه راز پر وسله والو ډلو هم غږ وکړ چې د خبريالانو پر بې پلوۍ باور وکړي او د دوی د کار پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.

دوى نن د سلواغې په ٢مه د يوې غونډې په ترڅ کې دا غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې پرون د يو وسله وال بريد په ترڅ کې د ملي راډيو تلوېزيون دوه خبريالان ټپي شول.

خبريالانو دغه راز د رسنيو له مسوولينو هم وغوښتل چې خبريالان دې لرو پرتو سيمو ته د خبر راوړلو لپاره نه مجبوروي.

د ختيځې سيمې د ليکوال او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل وويل چې لا هم ننګرهار کې مافيايي کړۍ او وسله والې ډلې د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه جوړوي.

هغه له وسله والو او حکومت څخه وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې دې ورته د خنډونو جوړولو پر ځای زمينه سازۍ کې همکاري وکړي.

زيارمل پر حکومت او ځانګړې توګه ولايتي ادارې غږ وکړ چې د خبريالانو امنيت ته دې پاملرنه وکړي او پر وسله والو یې هم غږ وکړ چې د خبريالانو ژوند دې نه ګواښي.

دغه راز په ننګرهار کې د يک تلوېزيون خبريال تقي الله تقي اندېښنه شريکه کړه، که په ننګرهار کې د خبريالانو پر وړاندې وضعيت همداسې روان وي؛ نو ښايي نږدې وختونو کې ډېر خبريالان خپل ژوند وبايلي.

په ننګرهار کې د امريکا غږ راډيو يوه خبريال ضياء الرحمن حسرت وويل چې تېر کال هم دغه ولايت د خبريالانو لپاره ننګوونکی کال و او له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۱۷ پېښې ثبت شوې دي او د روان کال پيل هم د خبريالانو له ټپي کېدو څخه وشو.

هغه د رسنيو پر مسوولينو غږ وکړ چې خپل خبريالان دې لرو پرتو سيمو ته د خبر لېږلو لپاره نه مجبوروي چې د خبر لپاره خپل ژوند په خطر کې واچوي.

حسرت دغه راز په پلازمېنه کابل کې د خبريالانو خونديتوب له بنسټونو او ټولنو څخه وغوښتل چې د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون له ټپي شوو خبريالانو سره دې مرستې وکړي.

تر دغه کنفرانس مخکې د ننګرهار خبريالانو په خپلو کې مشورتي ناسته هم وکړه او د ملي راډيو تلوېزيون د ټپي شوو خبريالانو لپاره يې خپلمنځي مرستې هم راټولې کړې.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک سره د خبرو پر مهال د خبريالانو د اندېښنو په ځواب کې وويل چې د دوی د امنيتي خونديتوب هڅې لا ګړندۍ شوې دي.

هغه زياته کړه، والي ګلاب منګل تر پرونۍ پېښې وروسته ټولو امنيتي ادارو ته جدي سپارښتنه کړې، چې د خبريالانو امنيتي خونديتوب ته دې لا ډيره پاملرنه وکړي.

د يادولو ده، د ننګرهار د ملي راډیو تلوېزيون خبريال بازمحمد شينواری او د هغه تصوير اخيستونکی رفيق معروف خېل پرون غني خېلو ولسوالۍ کې د يوې غونډې له راپور چمتو کولو بېرته جلال اباد ښار ته پر لاره و چې بټي کوټ ولسوالۍ کې يې پر موټر بريد وشو.

تر اوسه لا کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسوليت نه دی اخېستی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan