د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پخلا: ماشومان باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي

پخلا: ماشومان باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي

Jan 22, 2018 - 17:08

کندهار (پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): له هغه وروسته چې په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د پېښو شمېر ۷ ته ورسېد، د دې ولایت د عامې روغتیا رییس وايي چې ماشومان دې د سیاسي مسایلو نه قرباني کېږي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

پخلا وویل، په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۴ پېښې ثبت شوي چې ۷ یې یوازې په کندهار کې دي.

هغه زیاته کړه، د دغو پېښو له ډلې ۵ په شاولیکوټ، ۱ په سپين بولدک او ۱ په کندهار ښار کې ده، ۲ پېښې په هلمند کې ثبت شوي چې ۱ په نوزاد او ۱ په نهر سراج ولسوالۍ کې ده، په ارزوزګان کې ۱ پېښه ثبت شوې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۳ پېښې او په کندوز کې ۱ پېښه ثبت شوې ده.

د ده په خبره، دغلته د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو زیاتېدل زموږ لپاره د خطر زنګ دی.

هغه زیاته کړه، د ساري ناروغۍ له منځه وړل اسانه خبره نه ده، بلکې د صحت د سکتور تر څنګ د نورو سکتورونو او ټولنې هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.

د ده په وینا، د عامې روغتیا وزارت د خپلو نړیوالو کاري شریکانو سره یو ځای د پولیو د مخنیوي په موخه هڅه کوي ماشومان واکسین کړي، خو له بده مرغه موږ دغه هدف ته په ښه توګه نه رسېږو.

دی وايي، هغه کمپاینونه چې د ماشومانو د واکسینولو په موخه پلان کېږي په ځینو مواردو کې له مشکلاتو سره مخ کېږي.

هغه د کندهار شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش او غورک ولسوالۍ یادې کړې چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې په کې د پولیو د واکسین کمپاین نه و شوی چې له امله یې تر ټولو ډېرې پېښې په شاولیکوټ کې ثبت شوې دي.

پخلا ومنله چې وسله والو مخالفینو په دغو ولسوالیو کې د پولیو کمپاین ته اجازه نه ورکوله.

خو ده وویل چې له ډېرو اړیکو، خبرو او هڅو وروسته یې تېره اوونۍ اجازه تر لاسه کړه چې له اوږد ځنډ وروسته په دغو ولسوالیو کې د پولیو د کمپاین اجازه تر لاسه کړي.

ده زیاته کړه: ((ماشومان باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي.))

نوموړي له دولتي چارواکو، وسله والو مخالفینو او خلکو وغوښتل چې په ګډه لاس سره ورکړي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسول شي او ژوند یې له خطر څخه وژغورل شي.

ده غوښتنه وکړه، هره میاشت چې د پولیو د واکسین د کمپاین وخت را رسېږي ټولې خواوې باید ارام چاپېریال اماده کړي څو یو ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

خو د دې تر څنګ د عامې روغتیا رییس ځینې نور لاملونه هم یاد کړل چې دغلته یې د پولیو خطر ډېر کړی.

ده وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ د دې لامل شوی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدول شي .

د ده په خبره، هره ورځ زرګونه ماشومان پر ډیورنډ کرښه تېرېږي راتېرېږي چې پولیو ته یې زمینه برابره کړي، خو دوی یې د مخینوي لپاره ټیمونه ګومارلي چې هر ماشوم واکسین کړي.

هغه د دې تر څنګ بله ستونزه د جګړو له امله د بې ځایه شوو کډوالو یاده کړه چې په کندهار کې مېشت شوي او کمزورې شخصي او محیطي حفظ الصحه یې د دغه ویروس خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده.

ده زیاته کړه: ((له بده مرغه زموږ د ډېرو ماشومانو تغذي حالت ښه نه دی او د ویروس پر وړاندې مقاومت نه لري، دغه راز په ډېرو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن دی او په ډېرو سیمو کې لا هم ماشومان په سرخلاصي ځایونو کې نس ناسته کوي.))

یوه بله ستونزه چې پخلا ډېره جدي وګڼله او هغه دا چې لا هم په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

خو دی وايي چې د دغه حالت د بدلون لپاره باید په خپله ټولنه کې دغه دروند مسوولیت ومني او واخلي څو دغه راز خلک وهڅوي چې ماشومان یې له دغې خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.

پخلا دا هم رد نه کړه چې په ځینو مواردو کې کېدای شي د واکسین رضاکاران غفلت وکړي او خپله دنده په سمه توګه تر سره نه کړي.

دی وايي، د هر کمپاین پر مهال ۴۵۰۰ رضاکاران د واکسین ورکولو چارې تر سره کوي چې دغه افراد د ټولنې له خوا دوی ته معرفي شوي دا د هغوی مسوولیت هم دی چې وړ او احساس لرونکي کسان دوی ته ور وپېژني چې خپله دنده په سمه توګه تر سره کړي.

پخلا وویل د دې لپاره چې د ماشومانو ژوند یې له خطر څخه ژغورلی وي، د پولیو د مخنیوي په موخه یې په دې ورځو کې شپږ ورځنی کمپاین پیل کړی چې په ځینو له خطر سره مخ سیمو کې ماشومانو ته هم د خولې له لارې او هم د پېچکارۍ له لارې واکسین ورکول کېږي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دې برخه کې صحي خدمات او صحي پوښښ د ملا د تېر حیثیت لري، خو له بده مرغه چې په ډېرو ولسوالیو کې کم روغتیايي مرکزونه لري او ټولو خلکو ته رسيدګي نه شي کولی.

خو ده وویل چې د عامې روغتیا ریاست د خپلو نړیوالو شریکانو په مرسته په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۱۳ ګرځنده ټیمونه فعال کړل چې خلکو ته روغتیايي خدمات او ماشومانو ته واکسین ورسوي.

دی وايي، هڅه کوي په ورته توګه په نورو ولسوالیو کې هم ورته ګرځنده روغتیايي ټیمونه په کار وګوماري څو د پولیو د پېښو په کمولو کې مرسته وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement