ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کانټيننټال هوټل بريد به له هېواده د پانګې ايستلو لامل شي

پر کانټيننټال هوټل بريد به له هېواده د پانګې ايستلو لامل شي

author avatar
22 Jan 2018 - 17:39
پر کانټيننټال هوټل بريد به له هېواده د پانګې ايستلو لامل شي
author avatar
22 Jan 2018 - 17:39

کابل(پژواک،۲سلواغه ۹۶):د افغانستان د سوداکرۍ او صنايعو خونې چارواکي او د هوټل لرونکو ټولنه، نا امني په هېواد کې د پانګونې پروړاندې ستره ننګونه ګڼي او وايي چې پر کانټيننټال هوټل بريد، له هېواد څخه د پانګو د ايستلو لامل کېدای شي.

پنځو وسله والو بريد ګرو دوه شپې وړاندې د کابل ښار په باغ بالا سيمه کې پر انټر کانټيننټال هوټل بريد وکړ  چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ۱۳بهرنيو وګړو په  ګډون ۲۰کسان وژل شوي او ۱۲نور ټپيان دي.

په دغه بريد کې چې مسووليت يې وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستی، د انټر کانټيننټال هوټل ډېره برخه تخريب شوې او پر ځاني زيان سربېره يې د هوټل ودانۍ ته ډېر مالي زيان هم اړولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند صيام الدين پسرلي د هغه څه په اړه اندېښنه په ډاګه کړه چې د پانګوالو پروړاندې يې امنيتي ګواښونه وبلل، هغه پژواک خبري اژانس ته   وويل چې پر انټر کانټيننټال هوټل د وسله وال بريد په پايله کې ياد شوي هوټل ته ميليونونه ډالره مالي زيان اوښتی دی.

هغه وويل:" موږ تل انټر کانټيننټال او يو شمېر نور هوټلونه د پانګونې د جلب او هڅونې لپاره په هېواد کې تر ټولو خوندي هوټلونه ګڼو، خو کله چې پر دغو هوټلونو بريدونه کېږي، نور هېڅ بهرنۍ پانګوال جريت نه کوي چې افغانستان ته راشي او دلته پانګونه وکړي، ځکه په هېواد کې د دوی د ناستې ولاړې لپاره هېڅ خوندي ځای نشته. "

پسرلي د دا ډول مهمو ځايونو د امنيت خونديتوب د هېواد د امنيتي او استخباراتي ارګانونو مسووليت وباله او ويې وويل چې د ياد شوي هوټل د امنيت په خونديتوب کې لټي شوې،خو هيله د ه چې په راتلونکې کې دا ډول پېښې تکرار نه شي او له هېواد څخه پانګه ونه ايستل شي.

د کابل د هوټل لرونکو ټولنې غړي وحيد الله شفاجو هم پژواک ته وويل چې پر انټر کانټيننټال هوټل بريد چې په کابل کې يو خوندي ځای ګڼل کېده، اندېښنې را ولاړې کړې او ياد شوي بريد د هېواد اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې ده او په  هېواد کې د پانګونې بهير اغېزمنولی شي.

نوموړي انټر کانټيننټال هوټل ته د ميليونونو ډالره زيان د اوښتو خبر ورکړ او ويې ويل چې د سوداګرو او هوټل لرونکو زيانمنېدو د هېواد اقتصاد ته قوي ضربه ورکړې ده او په افغانستان کې د پانګونې بهير د سستېدو لامل ګرځي.

نوموړي د تېرو ۱۵کلونو په اوږدو کې د هوټل لرونکو په ګډون يو شمېر پانګوالو زيانمنېدو ته په اشارې سره، له  نه پاملرنې څخه شکايت وکړ او ويې ويل چې دا ډول بې تفاوتي په هېواد کې د پانګونې د کمېدو لامل شوې ده.

د کابل د هوټل لرونکو ټولنې دې غړي زياته کړه چې د زنبق څلور لارې په بريد کې هم يو شمېر پانګوال زيانمن شول، خو تر اوسه له هغوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او بايد وويل شي چې دا ډول نه پاملرنه، له هېواد څخه د پانګې ايستلو لامل ګرځي.

د هوټل لرونکو ټولنې دغه غړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې د کابل ښار د انټر کانټيننټال هوټل په ګډون ډېر شمېر هوټلونه د مسافرو د ژغورنې لپاره کوم سيستم نه لري او په بېړنيو حالاتو کې له هوټل څخه د وتلو لپاره هېڅ خوندي لاره نه شته ، وويل چې په هغو هوټلونو کې چې نوي جوړېږي، دغه موضوع په پام کې نيول شوې ده، خو د کانټيننټال هوټل ځکه داډول امکانات نه لري چې دغه هوټل کلونه پخوا جوړ شوی دی.

نوموړي په لوړ پوړو ودانيو  او هوټلونو کې د خوندي وتلو لارې او د ژغورنې سيستم او وسايلو شتون يوه مهمه اړتيا وبلله او زياته يې کړه چې دا ډول اسانتياوې په بېړنيو حالاتو کې د انسان ژوند ژغورلی شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.