ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې ځيني موټر چلوونکي د کمربند تړل شرم ګڼي

په هرات کې ځيني موټر چلوونکي د کمربند تړل شرم ګڼي

author avatar
22 Jan 2018 - 15:01
په هرات کې ځيني موټر چلوونکي د کمربند تړل شرم ګڼي
author avatar
22 Jan 2018 - 15:01

هرات (پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): د هېواد د ترافيکو اداره د موټر چلولو پر مهال د ساتندوی کمربند تړل او د خولۍ پر سر کول، د ترافيکي پېښو پر مهال د مرګ ژوبلې په مخنيوي کې مهم ګڼي، خو په هرات کې يو شمېر موټر چلوونکي وايي چې خلک د کمربند په تړلو او خولۍ  پر سر کولو پورې خاندي.

۴۸ کلن وکيل احمد چې له لسو کلونو را په دېخوا په هرات ښار کې ټکسي چلوي، پژواک ته وويل چې يو دوه ځلې يې ساتونکى کمربند تړلی، خو د يو شمېر کسانو له ملنډو سره مخ شو او له هماغه وخته يې نور ژغورونکی کمربند نه دی تړلی.

هغه زياته کړه:" کمربند ښه دی، خو له بده مرغه چې زموږ د هېواد په کلتور کې يې ځای نه دی موندلی او کله يې چې تړو نو خلک راباندې خاندي او سړی د کمربند پر تړلو شرمېږي او پر دې هم پوهېږم چې که کمربند ونه تړو، کله چې حادثه رامنځته شي، سړی خپل ژوند له لاسه ورکوي."   

د هرات اوسېدونکي فيروز احمد دغه راز د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک ته وويل: "کله چې قانون رعايت کړو، ملنډې راباندې وهل کېږي."

د هرات يو بل استوګن عبدالغفار وويل: "له بده مرغه زموږ په هېواد کې د موټر چلولو پر مهال د ژغورونکي کمربند کارولو کلتور نه دی دود شوی، له همدې امله که لږ شمېر خلک کمربند کاروي، د يو شمېر نورو کسانو له خوا ورباندې ملنډې وهل کېږي."

هغه زياته کړه، څه وخت مخکې يې د موټر چلولو پر مهال کمربند تړلی و چې د لارې په اوږدو کې ترافيک پوليسو ترې پوښتنې پيل کړې چې دا کار دې ولې کړی؟ ښايي کومه موخه ولرې!

نوموړی پر دې باور دی چې څو د موټر چلولو پر مهال د ساتندوی کمربند تړل دود نه شي او افغان ترافيک دغه موضوع جدي ونه نيسي، هم به د ترافيکي پېښو مرګ ژوبله پر خپل ځای وي او هم به پر هغو کسانو ملنډې وهل کېږي چې دغه قانون مراعاتوي.

له بلې خوا يو شمېر موټر چلوونکي او سپرلي  چې د موټر چلولو پر مهال د ساتندوی کمربند او خولۍ کارولو له امله له ستونزو سره مخ شوي، نورو ته سپارښتنه کوي چې دغه مسئله دې جدي ونيسي.

د هرات ښار يو بل اوسېدونکی عبدالاحمد چې څو مياشتې وړاندې د هرات- تور غونډۍ لويې لارې په اوږدو کې له ترافيکي پېښې سره مخ شوی و، پژواک ته وويل: "شپږ مياشتې پخوا له خپلو دوستانو سره په سراچه موټر کې تورغونډۍ ته روان وم، د لارې په اوږدو کې زموږ موټر له سړک څخه ووت او چپه لاس ته واوښت، موږ ټولو کمربندونه تړلي وو، د موټر چلوونکی ووژل شو، زما يوه پښه ماته شوه او د درېیو نورو کسانو هم زما په شان لاس او پښې ماتې شوې."

دغه راز د هرات يوه بل اوسېدونکي عزيز احمد چې ورور يې د هرات- کرخ سړک ترافيکي پېښې کې ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور ملګري يې ټپيان شوي؛ وويل: "پر دې باوري يم، که چېرې يې کمربندونه تړلي واى؛ نو ورور او ملګرو ته مې دومره زيان نه اوښت."

ورته مهال د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې هر کال د ژغورونکو خوليو او کمربندونو د نه تړلو له امله په هرات کې لسګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.

دوى پر دې باور دي، که چېرې موټر چلوونکي خوندي خولۍ او کمربند وتړي؛ له شک پرته به د ترافيکي پېښو له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې کچه ټيټه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.