ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیه قوماندان: سږ کال په اروزګان کې د پوليسو مرګ ژوبله ٥٠ سلنه کمه شوې

امنیه قوماندان: سږ کال په اروزګان کې د پوليسو مرګ ژوبله ٥٠ سلنه کمه شوې

author avatar
23 Jan 2018 - 17:10
امنیه قوماندان: سږ کال په اروزګان کې د پوليسو مرګ ژوبله ٥٠ سلنه کمه شوې
author avatar
23 Jan 2018 - 17:10

ترينکوټ (پژواک، ٣ سلواغه ۹۶): د اروزګان ولايت امنيه قوماندان وايي چې د وسله والو طالبانو په جګړو کې د پوليسو د مرګ ژوبلې کچه د تېر کال په پرتله ٥٠ سلنه ټيټه شوې ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې ٥٨٠ پوليس سرتېري وژل شوي وو  او تر ٧٠٠ زيات ټپيان وو.

خو هغه وايي چې سږ کال ترا وسه په دغه ولايت کې ٢٢٢ پوليس وژل شوي، خو هغه د ټپيانو په اړه څه ونه ويل.

د صديقي په وينا، د پولیسو د مرګ ژوبلې د شمېر کموالی د دوی له خوا د جګړه ييز تاکتیک بدلون دي.

امنيه قوماندان وويل، سږ کال پولیس توانېدلي چې د طالبانو د بریدونو او د ولایت د مرکز په ګډون چوره، خاص اروزګان، چارچینو او چنارتو ولسوالیو د سقوط مخنیوی وکړي.

د اروزګان د پولیسو مشر وايي، د پولیسو تر منځ يې  ښه همږغي راوستې او د هغوی د تعلیم لپاره يې لسګونه روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه چې د ولايت د مرکز په ګډون په ولسواليو کې هم د پوليسو په ليکو کې ژور بدلونونه او اصلاحات راوستي دي.

د اروزګان ولايت د پوليسو مشر وويل چې عام اوسېدونکي هم له دوی سره همکاره دي او هغه سیمې چې د دولت له خوا نیول کېږي عام خلک يې ساتي.

د يادونې ده، دوه کاله مخکې وسله والو طالبانو د ولسواليو ترڅنګ د ولايت په مرکز ترينکوټ ښار هم ډله ييز بريدونه کول او د ولايت مقام څو کيلو مترۍ ته رارسيدلي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.