ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده

ننګرهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده

author avatar
23 Jan 2018 - 16:33
ننګرهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده
author avatar
23 Jan 2018 - 16:33

جلال اباد (پژواک، ٣ سلواغه ۹۶): د افغانستان په کچه د روان ۲۰۱۸ کال د پولیو دويمه پېښه په ننګرهار کې ثبت شوه چې يوه اتلس میاشتنۍ ماشومه پرې اخته شوې ده.

روغتيايي چارواکي وايي، دا پېښه درې ورځې وړاندې د دغه ولايت په کامې ولسوالۍ کې ثبت شوې، چې پر پوليو اخته ماشومې کورنۍ له پاکستانه تازه هېواد ته راستنه شوې ده.

چارواکي وايي، ١٨ میاشتنۍ مروا د مېرزاخېلو په سیمه کې د پولیو پر ناروغۍ اخته شوې، اووه ځل یې د پولیو څاڅکي اخیستي خو د ستنو واکسین یې نه دى کړى.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د واکسین پروسې مشر ډاکتر جان محمد د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مروا کورنۍ اصلاً د کونړ ده، پخوا پاکستان کې اوسېدل او دوه کاله کېږي چې په کامې ولسوالۍ کې مېشته دي.

نوموړی وايي: ((دا کورنۍ وايي چې اووه ځله یې په کمپاینونو کې د څاڅکو واکسین اخیستى دى، خو د ستنو واکسین یې نه دى کړى.))

دا په افغانستان کې د روان زېږديز کال د پولیو دويمه پېښه ده، خو په ختيځ زون کې د کال لومړۍ پېښه ثبت شوه.

په ننګرهار کې د واکسین د پروسې مشر وايي، له دې تازه پېښې سره به په ختیځ زون کې د پولیو ځانګړی کمپاین هم کوي چې د نورو ممکنه پېښو مخنیوی وکړي.

هغه زياته کړه: ((دوه کمپاینونه چې عادي کمپاینونه دي، هغه به تر سره کوو، بیا به یو بل ځانګړی کمپاین هم تر سره کوو، چې عادي کمپاینونو کې لومړی یې په نهه ويشتم د جنورۍ، بل یې د فبرورۍ په دولسمه دی او وروسته ځانګړی کمپاین هم تر سره کوو چې که تخنیکي ستونزې پیدا نه شوې.))

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د پولیو د پېښو شمېره ۱۳ ته رسېدلې وه چې ۶ يې په کندهار، ۲ په هلمند، يوه په زابل، ۳ په ننګرهار او يوه هم په کندوز ولایت کې ثبت شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.