ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د افغانستان د مېوو د لاريو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې ده

پاکستان د افغانستان د مېوو د لاريو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې ده

author avatar
23 Jan 2018 - 17:12
پاکستان د افغانستان د مېوو د لاريو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې ده
author avatar
23 Jan 2018 - 17:12

جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۹۶): د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي چې پاکستان د  افغانستان  پر تازه ميوو بار لسګونه لارۍ له تورخم څخه  بېرته راګرځولې دي.

دوی وايي، شاوخوا ۶۰ لارۍ له تېرو اتو ورځو راهيسې پاکستان ته د تګ په انتظار ولاړې دي چې مېوې يې هم مخ په خرابېدو دي.

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د پاکستان دغه اقدام د اپټا تړون خلاف کړنه ده.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې وياند شاکرالله ساپي د سلواغې په ۳مه پژواک اژانس ته وويل  چې له تېرو اتو ورځو راهيسې شاوخوا شپېته لارۍ پر تازه ميوو بار لاريو ته له تورخم څخه د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

دی وايي، ځايي ادارې ياده موضوع له ولايتي ادارې او په مرکز کې يې د سوداګرۍ خونې مسوولينو په مرسته يې له سوداګرۍ وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ سره د يادې ستونزه د حل په موخه شريکه کړې ده.

دی وايي، افغان حکومت بايد له ديپلوماتيکو لارو چارو څخه دغه موضوع حل کړي او د پاکستان حکومت دې هم د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.

د حاجي عمراخان په نوم يوه سوداګر چې د افغانستان تازه ميوې پاکستان او د پاکستان له لارې نورو هيوادونو ته صادروي وايي، پاکستاني حکومت يې تل د کار پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم پژواک سره د خبرو پرمهال وويل چې دغه ستونزه يې له مرکزي ادارې سره شريکه کړې او د ديپلوماتيک حل لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان د پاکستاني حکومت دا کړنه د اپټا تړون خلاف ګڼي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د APTTA Transit Trade  د تړون د ۲۰۱۰ ميلادي کال په جولاي مياشت کې لاسليک شو، چې پر مټ يې د افغانستان سوداګر کولی شي، سوداګريز مالونه د واګه او ګوادر تر بندرونو ورسوي.

د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند محمد بشير دوديال پژواک اژانس ته وويل چې د پاکستاني حکومت دغه کړنه د اپټا تړون او سوداګرۍ نړيوال سازمان د هوکړه ليکونو خلاف عمل دی.

 دی وايي، د پاکستان حکومت نه بايد د سوداګرو له احتياجه ګټه پورته کړي او سوداګري د سياست ښکار ونه ګرځوي.

بلخوا په کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې دوى دغه کار يواځې د افغانستان پر توکو نه دى کړى، بلکې له نورو هېوادونو څخه واردېدونکو شاوخوا ٨٠٠ ډوله توکو باندې دا قانون وضع کړى دى.

سرچينې زياته کړې ، سوداګر بايد د تازه مېوو او نورو تازه خوراکي توکو لپاره رسمي دولتي سرټيفيکيټ يا سند ولري، له هغه وروسته ورته دا اجازه ورکول کېږي.

د يادولو ده چې درې کاله وړاندې هم د پاکستان حکومت د افغاني سوداګرو د تازه ميوو پر مخ دروازه تړلې وه  چې ۸۰۰۰ ټنه تازه ميوه يې خرابه شوې وه.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.