ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د وزیرستاني ځوان نقیب مسید فاتحه واخیستل شوه

په کابل کې د وزیرستاني ځوان نقیب مسید فاتحه واخیستل شوه

author avatar
23 Jan 2018 - 16:39
په کابل کې د وزیرستاني ځوان نقیب مسید فاتحه واخیستل شوه
author avatar
23 Jan 2018 - 16:39

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): په کابل کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ځايي پوليسو له خوا د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب مسيد فاتحه واخيستل شوه.

نقيب الله مسيد (محسود) چې د شمالي وزيرستان اوسېدونکى و، خو په دې وروستيو کې یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ژوند کاوه.

د راپورونو له مخې، شاوخوا درې اوونۍ مخکې پولیسو په کراچۍ ښار کې له يوه دوکان څخه یووړ او دوه اوونۍ وروسته يې مړى ومومندل شو.

د کراچۍ پوليسو ادعا کړې وه چې هغه ترهګر و او له پوليسو سره په يوه نښته کې وژل شوى، خو وروسته معلومه شوه چې پوليسو دروغ ويلي دي.

د پاکستان سترې محکمې د دې قضيې د څېړلو امر کړى، د هغې سيمې د پوليسو مشر يې له دندې ګوښه کړى چې پر امر يې نقيب مسيد له دوو نورو کسانو سره وژل شوى دى.

د افغانستان سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، د وزيرو، مسيدو، ورمړو قومي شورا او د افغانستان د وروڼو قومونو له خوا د سلواغې په ٣مه په کابل کې د نقيب مسيد فاتحه واخيستله.

په دې مراسمو کې د یاد وزارت او قومونو استازو، غړو، د بېلابېلو مدني ټولنې غړو او مدني فعالانو برخه اخيستې وه.

د فاتحې د دغو مراسمو يوه تنظيموونکي انجنير حمدالله وزير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وزيرستان کې د پاکستان د پوځ تر عملياتو وروسته د نورو وزيرو کورنيو تر څنګ د نقيب الله مسيد کورنۍ هم کراچۍ ته کډه شوه.

هغه زياته کړه چې نوموړي په کراچۍ ښار کې شخصي کاروبار لرلو او په دې وروستيو کې يې پلان درلود چې د رختونو کاروبار پيل کړي.

د نوموړي په وينا، نقيب مسيد د لوى افغانستان او دپښتنو د يووالي لپاره کار کولو چې له همدې امله د پاکستان استخباراتو دپو ليسو په مرسته هغه ووژلو.

وزير وايي، دا چې پر هغه د ترهګرۍ تور پورې شوى، د پاکستان استخبارات او پوليس په دې اړه هېڅ ډول اسناد او شواهد نه لري.

د لوى افغانستان ولسي ګوند مرستيال ميوند ارش چې د فاتحې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، پژواک اژانس ته وويل، چې نقيب مسيد يو پوهيالى، فعال هڅاند پښتون ځوان و، چې د پاکستان د استخباراتو د سترګو ازغى شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.