ښرنه (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ٣٩ ميليونه افغانيو په لګښت درې پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيکا والي الياس وحدت د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو کې وويل چې د دې پروژو چارې د يو کال په موده کې بشپړې شوې دي.
د وحدت د معلوماتو له مخې، په دې درېيو پروژو کې د ولايت مقام ودانۍ، د مرکز ښرنې په محمدخېلو سيمه د يوه پل او يو اسنادي دېوال جوړول او درېيمه پروژه د پلتو په سيمه کې د سربند جوړول وو.
نوموړى وايي چې په دې درېيو پروژو ٣٩ ميليونه افغانۍ لګول شوي دي.
دغه راز په دغو مراسمو کې د پکتيکا د کليو پراختيا رييس نجيب الله جاهد وويل چې دغه پروژې د لومړيتوبونو پر اساس ترسره کړې دي.
هغه وويل چې د دې پروژو د تطبيق پر مهال يو شمېر کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه او په راتلونکي کې به هم ورته پروژې عملي شي.
په دې غونډه کې د محمدخېلو کلي یوه اوسېدونکي سيدالله پژواک وويل چې په دې سيمه کې دوى استنادي دېوال ته جدي اړتيا درلوده.
هغه زياته کړه: ((ډېرى وخت د استنادي دېوال د نه شتون له امله سېلابونو د خلکو ځمکې او کورونه وړل نو غټ تشويش و، ښه شو چې حل شو.))
د يادونې ده، تېره ورځ هم د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د ٢١ ميليونه افغانيو په لګښت درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن