جلال اباد (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لومړی چاودنه او وروسته ډله ييز بريد شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا نهه بجې د ښار په درېيمه ناحيه کې شوى دى.
هغه زياته کړه چې ځانمرګو بريدګرو د ماشومانو د ساتنې نړيوالې ادارې پر دفتر ډله ييز بريد کړى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د محمداصف په نوم د پيښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې لومړى د يوه موټربم په وسيله ځانمرګى بريد وشو او وروسته بريدګر ودانۍ ته ننوتلي او ډزې يې پيل کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې د پېښې په ځاى کې يوه لېسه ده او د افغان بېسيم مخابراتي شرکت دفتر هم شته.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن