د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ايران په هرات کې پر سرحدي بازارګوټو د مالکيت دعوا لري

ايران په هرات کې پر سرحدي بازارګوټو د مالکيت دعوا لري

Jan 24, 2018 - 16:31

هرات (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت د سرحدي بازارګوټو پر سر د افغانستان او ايران تر منځ شخړه به د هواري په موخه د ملګرو ملتونو سازمان ته راجع کړل شي.

د هرات د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو رييس له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې له څو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ د يادې سرحدي سيمې پر سر مخالفتونه شتون لري.

د يادې ادارې مشر نذير احمد حيدرزاده زياته کړه، د کورنيو جګړو پر مهال ايران د هرات د سرحدي اوسېدونکو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د دغه ولايت په صفري سرحدي سيمو کې د بازارګوټو پر جوړولو اقدام وکړ او بيا په هرات کې د اسلام کلا ښارګوټي او کلاته نظر بازارګوټي جوړ کړل شول، خو په ١٣٩٠ لمريز کال کې د افغان حکومت له لوري بند شول.

د هرات د قومونو او سرحدونو چارو رييس د دې خبرې په څرګندولو سره چې ايران اوسمهال پر يادو بازارګوټو د مالکيت دعوا کوي؛ زياته کړه: "که چېرې ايران د کلاته نظر او اسلام کلا پر بازارګوټو د مالکيت ادعا وکړي؛ نو دغه موضوع به د ملګرو ملتونو سازمان ته راجع کړي."

نوموړي دغه راز زياته کړه: "د دواړو خواو پلاوي راغلي او څېړنه يې کړې، خو په دوو سيمو کې د نظر اختلاف شتون لري، که چېرې يې پلاوى په اړه پرېکړې ته ونه رسېد، نو موضوع به د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې کړي."

ورته مهال د هرات د کهسان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي غلام محمد چې له ايران هېواد سره پر صفري سيمه ژوند کوي، پژواک ته وويل، ايران لومړى دغه بازارګوټي نفتو او خوراکي توکو ته د اسانه لاسرسي په موخه جوړ کړي وو، خو ايران د ژمنې خلاف د اسلام کلا په پوله کې وړاندې راغلى او ياده ځمکه يې غصب کړې ده.

هغه زياته کړه: "د پولې په کرښه کې يې په ګډه ښارګوټى جوړ کړ او بيا به يې هلته تېل، اوړه او نور توکي راوړل او د وخت په تېرېدو سره يې دا ځايونه ونيول او اوس يې زموږ پر ملکيت دعوا کړې ده."

د هرات يوه بل اوسېدونکي ٦٣ کلن حاجي غلام چې له پولې سره څېرمه سيمه کې ژوند کوي؛ وويل: "ايران په دې نوم چې موږ له سرحدي خلکو سره مرسته کوو او د افغانستان د هغه مهال له دولت يې غوښتنه کړې وه، څو د دوى له لوري د کانټينرونو اېښودو ته اجازه ورکړي، خو دوى له يادې موضوع ناوړه ګټه واخيسته او د افغانستان خاوره يې ځان ته کړه."

ويل کېږي چې افغان حکومت د يادو سيمو د مهموالي له امله په وروستيو کلونو په يادو بازارونو کې عام المنفعه (ټولګټې) ودانۍ هم نه دې جوړې کړې.

ورته مهال د هرات د ولايتي شورا غړي غلام حبيب هاشمي پژواک ته وويل چې دغه موضوع بايد د افغانستان او ايران تر منځ د ډيپلوماتيکو سرچينو له لارې حل شي او د نه هواري په صورت کې نړيوالې محکمې ته وړاندې شي.

هغه زياته کړه: "مرزي سيمې معلومې دي او د افغانستان هر وګړى له خپلې پولې خبر دى نو که چېرې يې په دې اړه کوم سند جوړ کړى وي، فکر نه کوم چې سند يې اعتبار ولري او که چېرې يې سند قانوني وي نو موږ کولى شو چې خپله ستونزه له ايران سره د نړيوالې محکمې له لارې حل کړو."

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد هم پژواک ته وويل، د يادې ستونزې د هواري په موخه له بېلابېلو ادارو يو ګډ پلاوى جوړ شوى او دغه ستونزه د ډيپلوماسۍ له لارې حل کېږي.

هغه زياته کړه: "له بېلابېلو ادارو جوړ شوى پلاوى دغه موضوع په هر اړخيز ډول څېړي او د هېواد د ډيپلوماسۍ په چوکاټ کې به انشاءالله دغه رامنځته شوې ستونزه حل کړي او د څېړنو په پايله کې به پر صفري سرحدي سيمه د ودانيو او تاسيساتو جوړولو لپاره تدابير په پام کې ونيول شي."

خو په هرات کې د ايران کونسلګرۍ په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

پر دې سربېره د سرحدونو او قبايلو چارواکو په وينا، هر بازارګوټى په مشترک ډول شاوخوا درې جريبه مساحت لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement