ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پر کانټېننټال هوټل بريد کې يو شمېر امريکايانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې

د کابل پر کانټېننټال هوټل بريد کې يو شمېر امريکايانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Jan 2018 - 11:56
د کابل پر کانټېننټال هوټل بريد کې يو شمېر امريکايانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Jan 2018 - 11:56

واشنګټن (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): امريکا وايي چې د کابل پر انټر کانټېننټال هوټل بريد کې د دوى يو شمېر وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو زياتوي چې داسې شواهد نشته چې ګواکې طالبانو پر کابل هوټل بريد کړى وي.

د تېرې شنبې په ورځ د ماخوستن شاوخوا نهه بجې يوې ډلې وسله والو د کابل پر انټرکانټېننټال هوټل بريد وکړچې تر ١٦ ساعتونو جګړې وروسته ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې بريدګر شپږ تنه وو، خو وسله والو طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د بريدګرو شمېر پنځه تنه اعلان کړی دی.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې پېښه کې ٢٢ کسان وژل شوي او ١٢ نور ژوبل دي چې ډېر يې بهرنيان د اوکراين، قزاقستان او وينزوېلا اوسېدونکي دي.

بلخوا امريکا اعلان کړى چې په ياد بريد کې يې يو شمېر وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر او د دغو کسانو هويت يې نه دى په ډاګه کړى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند هيټر ناورټ په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، دوى فکر نه کوي چې ګواکې وسله وال طالبان به دغه بريد ترسره کړى وي.

هغې زياته کړې: ((موږ هم د وسله والو طالبانو له ادعا څخه خبر شوي يو، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ شواهد او اسناد نه دي په ډاګه شوي.))

د نوموړې په وينا، د افغانستان حکومت په دې اړه پلټنې پيل کړې دي او دوى يې پايلو ته انتظار باسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لوړ پوړو امنيتي چارواکو پرون پر ياد هوټل د بريد په اړه خپلې لومړنۍ څېړنې له ولسمشر سره شريکې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل، دوى په افغانستان او د نړۍ په هره سيمه کې دا ډول بريدونه په کلکه غندي او د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت وړاندې کړى دى.

مېرمن هيټر زياته کړې چې په ياد بريد کې يو شمېر امريکايانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېره يې په ډاګه نه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.