فراه (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): د چارو پوهان فساد، په مشرتابه کې د سالم مديريت او اړينو امکاناتو نه شتون، د دولت د وسله والو مخالفينو د عايداتي سرچينو شتون او له وسله والو مخالفينو د بهرنيانو په ځانګړي ډول د ايران ملاتړ په فراه کې د نا امنۍ زياتېدو عمده لاملونه ګڼي.
د دوى په وينا، ايران په فراه کې د بخش اباد بند له جوړېدو او په دغه ولايت د داعش ډلې د نفوذ د مخنيوي په خاطر له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دغه کار د ياد ولايت د نا امنۍ زياتېدو لامل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه والي محمد عارف شاه جهان، نن له ياد ولايت استعفا ورکړه او په دغه ولايت کې يې د مافيا او فساد شتون او دغه راز د خلکو تر منځ د يووالي ټينګښت د خپل استعفا لاملونه وبلل.
د طالبانو په لاس د فراه لايت د سقوط اټکل
په دې وروستيو کې د هېواد په لوېديځ کې پروت فراه کې چې له ايران سره ګډه پوله لري، نا امنۍ زياتې شوې او وسله والو مخالفينو ياد ولايت کې پر مېشتو امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ولايت پر مرکز بريدونه زيات کړي دي.
د فراه د مرستيال والي محمد يونس رسولي د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې په تېرو دوه مياشتو کې د ملي اردو او ملي پوليسو له ٢٠٠ زيات سرتېري وژل شوي دي.
ورته وضعيت د ياد ولايت د ولايتي شورا څو غړي او مدني فعالان اندېښمن کړي او وايي، د دا ډول وضعيت د دوام او د حکومت له لوري د نه پاملرنې په صورت کې د وسله والو مخالفينو په لاس د ياد ولايت د سقوط احتمال شته دى.
د فراه د مدني ټولنې يوه مدني فعال قدرت الله، د دغه ولايت په مشرتابه کې شته کمزوري د ورته وضعيت لامل بولي او وايي، د "فراه مشرتابه" تر اوسه پورې په دې نه ده توانېدلې، څو له اوسني وضعيت څخه د وتلو طرحه ولري.
د هغه په وينا، د ياد ولايت چارواکې د دې لپاره چې خپلې څوکۍ له لاسه ورنکړي؛ د دې ولايت د امنيتي وضعيت په اړه د حکومت لوړپوړو چارواکو ته ناسم او غلط راپورونه وړاندې کوي.
هغه وايي، له همدې امله د دې ولايت ځوانان هره ورځ په وينو لمبېږي او د وسله والو مخالفينو لاسونه د فراه تر ښار ه رارسېدلي او د دې امکان هم شته چې د اړينو ګامونو نه پورته کولو پر مهال دغه ولايت د وسله والو له لوري سقوط وکړي.
مالي فساد د نا امنۍ يو لامل You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن