ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې پروني برید د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکو روان زیانمن کړی

جلال اباد کې پروني برید د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکو روان زیانمن کړی

author avatar
25 Jan 2018 - 16:25
جلال اباد کې پروني برید د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکو روان زیانمن کړی
author avatar
25 Jan 2018 - 16:25

جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۹۶): ننګرهار کې د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې پر دفتر د ډله ييز بريد پر مهال د يو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د يوه ساعت لپاره بند پاتې وو، سخت وېرېدلي دي.

پرون د سلواغې په ۴مه يوه ډله ځانمرګو بريدګرو د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې يا Save The Children  پر دفتر بريد وکړ او تر لس ساعته جګړې وروسته ووژل شول.

د عيني شاهدانو په وينا، لومړی د موسسې مخې ته د موټربم چاودنه وشوه او بيا يو شمېر وسله وال کسان د موسسې له دوو دروازو ودانۍ ته داخل شول.

جګړې د سهار له شاوخوا نهو بجو د شپې تر اوو بجو دوام درلود چې پر مهال يې پر پنځو ځانمرګو سربېره د يو امنيتي سرتېري په ګډون پنځه کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپيان دي.

د اسماء نړيوال په نوم يو خصوصي ښوونځی له يادې موسسې سره په پنځوس مترۍ کې موقعيت لري، چې د بريد پر مهال يې ټول زده کوونکي په ښوونځي کې وو.

د دغه ښوونځي يوه مسوول د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس وويل، کله چې لومړی موټربم چاودنه وشوه؛ نو ټول زده کوونکي له دويم پوړ څخه لاندې خونو ته راکښته کړای شول او همدلته يې ساتلي وو.

نوموړی زياته کړه، له يوه ساعت ډزو او جګړې وروسته امنيتي ځواکونو زده کوونکو ته د وتلو زمينه برابره کړه، خو په دې موده کې زده کوونکي ډېر ډار شوي وو او هره شېبه يې د کورنيو زنګونه ورته راتلل.

يوه ١٢ کلن زده کوونکی احمدالله چې د ښوونځي د ماتو ښيښو په ټولولو بوخت وو، پژواک ته وويل، چې پرون سهار پرې يو ساعت لکه مرګ تېر شوی دی.

نوموړي په خپله وړه ژبه دغه کيسه په داسې حال کې کوله چې لا يې هم په وجود کې د ډار نښې ليدل کېدې.

د دغه ښوونځي يو بل زده کوونکی شېرزی چې شاوخوا اووه کاله عمر يې درلود، پژواک ته وويل چې د چاودنې او ډزو له امله سخت وېرېدلی و.

د هغه په وينا، کله چې ورته پوليسو ته د تګ زمينه برابره کړه او کور ته ولاړ؛ نو د کورنۍ غړي يې ورته ډېر خوشاله شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.