د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له مخالفينو بهرنى ملاتړ او د سالم مديريت نه شتون، د فراه د نا امنۍ عمده ستونزې دي

له مخالفينو بهرنى ملاتړ او د سالم مديريت نه شتون، د فراه د نا امنۍ عمده ستونزې دي

Jan 25, 2018 - 19:30

فراه (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): د چارو پوهان فساد، په مشرتابه کې د سالم مديريت او اړينو امکاناتو نه شتون، د دولت د وسله والو مخالفينو د عايداتي سرچينو شتون او له وسله والو مخالفينو د بهرنيانو په ځانګړي ډول د ايران ملاتړ په فراه کې د نا امنۍ زياتېدو عمده لاملونه ګڼي.

د دوى په وينا، ايران په فراه کې د بخش اباد بند له جوړېدو او په دغه ولايت د داعش ډلې د نفوذ د مخنيوي په خاطر له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دغه کار د ياد ولايت د نا امنۍ زياتېدو لامل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه والي محمد عارف شاه جهان، نن له ياد ولايت استعفا ورکړه او په دغه ولايت کې يې د مافيا او فساد شتون او دغه راز د خلکو تر منځ د يووالي ټينګښت د خپل استعفا لاملونه وبلل.

د طالبانو په لاس د فراه لايت د سقوط اټکل

په دې وروستيو کې د هېواد په لوېديځ کې پروت فراه کې چې له ايران سره ګډه پوله لري، نا امنۍ زياتې شوې او وسله والو مخالفينو ياد ولايت کې پر مېشتو امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ولايت پر مرکز بريدونه زيات کړي دي.

د فراه د مرستيال والي محمد يونس رسولي د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې په تېرو دوه مياشتو کې د ملي اردو او ملي پوليسو له ٢٠٠ زيات سرتېري وژل شوي دي.

ورته وضعيت د ياد ولايت د ولايتي شورا څو غړي او مدني فعالان اندېښمن کړي او وايي، د دا ډول وضعيت د دوام او د حکومت له لوري د نه پاملرنې په صورت کې د وسله والو مخالفينو په لاس د ياد ولايت د سقوط احتمال شته دى.

د فراه د مدني ټولنې يوه مدني فعال قدرت الله، د دغه ولايت په مشرتابه کې شته کمزوري د ورته وضعيت لامل بولي او وايي، د "فراه مشرتابه" تر اوسه پورې په دې نه ده توانېدلې، څو له اوسني وضعيت څخه د وتلو طرحه ولري.

د هغه په وينا، د ياد ولايت چارواکې د دې لپاره چې خپلې څوکۍ له لاسه ورنکړي؛ د دې ولايت د امنيتي وضعيت په اړه د حکومت لوړپوړو چارواکو ته ناسم او غلط راپورونه وړاندې کوي.

هغه وايي، له همدې امله د دې ولايت ځوانان هره ورځ په وينو لمبېږي او د وسله والو مخالفينو لاسونه د فراه تر ښار ه رارسېدلي او  د دې امکان هم شته چې د اړينو ګامونو نه پورته کولو پر مهال دغه ولايت د وسله والو له لوري سقوط وکړي.

مالي فساد د نا امنۍ يو لامل

د فراه د ولايتي شورا غړى دادالله قانع وايي: "په فراه ولايت کې د ټولو بدبختيو عامل د دغه ولايت ګمرک دى."

د هغه په وينا، له يوه پلوه وسله وال طالبان د دغه ولايت په پشتکوه ولسوالۍ کې له تېرو څو مياشتو راهيسې له بار وړونکو موټرو د محصول په توګه پيسې اخلي او بيا له دغو پيسو څخه په استفادې پرې وسلې پېري او کسان جذبوي.

هغه وايي چې دغه کار د وسله والو مخالفينو د پياوړتيا لامل شوى او د دې وس يې موندلې چې "هره شپه زموږ پوستې له سقوط سره مخامخ کړي."

هغه دغه راز ادعا وکړه، د ولايت مشرتابه په فساد کې لاس لري او د وسله والو طالبانو د يادې عايداتي سرچينې پر وړاندې يې هېڅکله هم ګام نه دى پورته کړى.

د دغه ولايت د ولايتي شورا بلې غړې جميله اميني په دې باور ده، چې د دغه ولايت په ګمرک او د شيخ ابو نصر فراهي په بندر کې فساد شته او په دې کار د ځينو چارواکو د لاسونو شتون د دې لامل شوى، څو دوى خپلې دندې ونه پېژني او بل لورى ونيسي.

د سالم مديريت او اړينو امکاناتو نه شتون

د فراه د امنيتي چارو يوه کارپوه حاجي عبدالستار حسيني، چې له کلونو راهيسې يې د پوليسو په چوکاټ کې دنده ترسره کړې، وايي چې په امنيتي برخو کې د سالم امنيت او اړينو تجهيزاتو نه شتون په دغه ولايت کې د نا امني اصلي عوامل دي.

نوموړي وويل: "په هره امنيتي پوسته کې له څلورو تر پنځو پوليس له پنځو کلاشينکوفونو سره ځاى پر ځاى شوي او کله چې پر دوى له سلو زيات وسله وال مخالفين چې پرمختللې او لېزري وسلې هم لري، بريد کوي، نو له شک پرته به پوسته سقوط کوي."

له بخش اباد بند سره د ايران مخالفت

عبدالستار حسيني وايي، پاکستان او ايران د افغانستان په نا امنيو کې لاس لري؛ خو زياتوي چې ايران په فراه کې پر امنيتي ځواکونو د بريدونو زياتولو او سختولو کې لاس لري.

هغه ادعا وکړه چې ايران کې نه يواځې افغان طالبانو ته غوره ژوند برابر شوى، بلکې د ټپي طالبانو درملنه هم ايران کې کېږي.

د حسيني په وينا، ايران له دې امله له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، چې له يوه پلوه په افغانستان کې د نا امنۍ په رامنځته کولو سره امريکا نړيوالو ته بدنامه کړي.

دغه راز هغه وويل، ايران هڅه کوي چې د فراه ولايت نا امنه وي، ځکه غواړي په دې کار سره د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د بخش اباد بند د جوړولو مخنيوى وکړي.

دغه بند چې ځينې لومړني کارونه يې بشپړ شوي، پر فراه رود سيند چې ډېرې اوبه يې ايران ته ورځي، جوړيږي.

د حسيني په وينا، له همدې امله چې کله هم د ياد بند د جوړېدو موضوع مطرح کېږي، په دغه ولايت کې د ناامنۍ کچه هم ورسره لوړېږي.

د راپورونو پر بنسټ، د ايران ولسمشر حسن روحاني د روان کال په چنګاښ مياشت کې په افغانستان کې د پرله پسې بندونو پر جوړولو نيوکه کړې او ويلي يې دي، تهران نه شي کولى د هغو بندونو جوړولو په اړه چوپ پاتې شي چې د ايران د سيستان، بلوچستان او خراسان پر ولايت اغېز لري.

خو افغان حکومت وايي، د بندونو جوړول د دې هېواد حق دى او ګاونډيو هېوادونو ته کوم ګواښ نه رامنځته کوي.

په فراه کې د وسله والو طالبانو يوې سرچينې هم ويلي و، چې د بخش اباد بند د جوړېدو او امنيت ټينګښت په برخه کې همکاري کوي.

د سياسي چارو کارپوه ډاکټر همايون شهيدزاده هم وايي، د بخش اباد بند د جوړولو موضوع په فراه ولايت کې د نا امنيو او ناندريو زياتېدو لامل شوې ده.

هغه زياتوي: "که څه هم پاکستان او ايران له ډېر پخوا راهيسې له موږ سره دښمني لري؛ خو د فراه په جګړه کې له پاکستان څخه د ايران لاسوهنه څو ځلې زياته ده، ځکه چې د ايران ولايت دوه ولايتونه د افغانستان اوبو ته حياتي اړتيا لري چې د بخش اباد بند د پروژې جوړول د اوبو له اړخه ياد هېواد ته ډېر زيان اړوي؛ له همدې امله د ايران حکومت هڅه کوي، څو د نا امنيو په رامنځته کولو سره د يادې پروژې له عملي کولو مخنيوى وکړي."

په فراه د ناامنۍ بل عامل له داعش څخه د ايران اندېښنه

د شهيدزاده په وينا، ايران په فراه کې د داعش ډلې له نفوذ اندېښمن دى او له دې امله له وسله والو مخالفينو ملاتړ کوي، څو طالبان په دغه ولايت کې د ايران په استازيتوب د داعش د نفوذ مخه ونيسي.

ايران له وسله والو طالبانو خپل ملاتړ رد کړى دى.

د راپورونو پر بنسټ، داعش ډلې شاوخوا درې کاله وړاندې د فراه په اناردرې، شيبکوه او پشتکوه کې نفوذ موندلى و، چې په پايله کې طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول چې بيا له ياد ولايت څخه پسې واخيستل شول.

اوسمهال د ياد ولايت په ډېرى سيمو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله ډله او په بکواه او ګلستان ولسواليو کې بيا د ملا محمد رسول په مشري د طالبانو بله ډله د دولت ضد فعاليتونه کوي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي، په دې ولايت کې تر يوه حده فساد شته، خو سيمه ييزه اداره په دې توانېدلې چې په ځينو عايداتي ادارو کې د فساد کچه راټيټه کړي.

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې د طالبانو له لوري د ګمرکي محصول په توګه د پيسو ترلاسه کول او د امکاناتو نه شتون د فراه په نا امنيو کې رول لرلى؛ زياته کړه چې ډېر ژر به د وسله والو له لوري د دغو غيرقانوني پيسو اخيستو مخه  ونيسي.

نوموړى د طالبانو په لاس فراه ښار سقوط يو خوب بولي او وايي، په دې لنډو ورځو کې په دې ولايت کې تازه امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى کېږي چې د طالبانو هر بريد به شنډ کړي.

د فراه د والي وياند مهري د دغه ولايت په مديريت کې د کمزورتيا شتون ردوي او وايي، د ډېرو کمو امکاناتو پر شتون سربېره بيا هم په دغه ولايت کې د ملکي او پوځي چارواکو ترمنځ غوره همغږي شته.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement