ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشریف کې د نا مسوولو وسله والو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

په مزارشریف کې د نا مسوولو وسله والو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
25 Jan 2018 - 11:39
په مزارشریف کې د نا مسوولو وسله والو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
25 Jan 2018 - 11:39

مزارشريف (پژواک، ۵ سلواغه ۹۶): د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي د نا مسوولو وسله والو له شتونه شکايت کوي او وايي چې په  ډېرو جنايي پېښو کې همدوى لاس لري.

د مزارشريف اوسېدونکي وايي چې په ښار کې د نا مسوولو وسله والو ګرځېدو ورسره وېره پيدا کړې ده.

د مزارشريف اوسېدونکي جمعه ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په ښار کې غير مسوول وسله وال ډېر شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((ځای ځای د هر واټ پر سړکونو وسله وال لیدل کېږي، خلک داسې فکر کوي لکه په ښار کې چې خدای مه کړه څه خبره وي.))

د هغه په وينا، حکومت دنده لري چې له دې ډول خلکو پوښتنه وکړي او د مخنيوي لپاره يې عمل وکړي.

د مزارشريف ښار د تاشقرغان بندر هټۍ وال حاجي افضل وايي، ځيني وخت داسې وسله وال په ښار کې لیدل کېږي چې فکر کوي يا داعشيان راغلي او يا هم وسله وال طالبان.

نوموړي زياته کړه: ((شخصي جامې به يې پر تن وي، له سرونو به يې دسمالونه تاو کړي وي، بوټونه به يې پس قات پښو کړي وي او ټوپکونه به ورسره وي.))

د هغه په وينا، ډېری وخت د ځينو غټو خلکو پسې په پيک اپ موټرو کې ناست وي او ځيني وخت پياده هم ليدل کېږي.

حاجي افضل وويل چې دغه ډول حالت خلک له وېرې سره مخ کوي او حکومت مسووليت لري چې مخنيوی يې وکړي.

مدني فعالان وايي، که چېرې دغه ډول وسله وال د چا د امنيت په خاطر په رسمي توګه ګومارل شوي وي؛ نو بايد په رسمي توګه تګ راتګ هم وکړي.

مدني فعال مهدي عارف پژواک ته وويل: ((کله چې په ښار کې په شخصي جامو کې په ډېر بد حالت کې وسله وال ګورم، تشويش راته پيدا شي، چې دا اوس څوک دي؟))

نوموړي زياته کړه چې که دغه ډول وسله وال د ځينو د امنيت لپاره ګومارل شوي وي نو په رسمي نظامي جامو کې دې وګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.