د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امريکا د طالبانو او حقاني ډلې شپږ غړي د ترهګرو په لېست کې شامل کړل

امريکا د طالبانو او حقاني ډلې شپږ غړي د ترهګرو په لېست کې شامل کړل

Jan 26, 2018 - 15:06

کابل(پژواک،۶ سلواغه ۹۶): د امريکا متحدو ايالاتونو د طالبانو او حقاني ډلې شپږ غړي د ترهګرو په لېست کې شامل کړي دي.

د امريکا د ماليې وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې او استخباراتو مالي مرستيال سیګل مندلکر ويلي دي چې په دغو شپږو کسانو کې څلور افغانان او دوه پاکستانيان شامل دي چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي .

 د هغه په خبره ،دغو کسانو په افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو  او د طالبانو او حقاني شبکې په تمويل کې يې لاس درلود.

 سرچينې ويلي چې دغه ګام د سوېلي اسيا لپاره د امريکا د ولسمشر د اعلان کړې ستراتيژۍ د ملاتړ لپاره پورته شوى. 

 منبع ويلي چې له دغو شپږو کسانو سره هر ډول راکړه ورکړه منع اعلان شوې ده. په دغو کسانو کې څلور تنه يې له وسله والو طالبانو او دوه نورو يې له حقاني شبکې اړيکې لري .  

 سرچينې ويلي، عبدالصمد ثاني د وسله والو طالبانو مالي مرستيال او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د افغانستان بانک رييس ، عبدالقدير چې په کونړ کې يې طالب وسله والو قوماندانانو ته په لسګونو زره ډالر ورکړي او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په اسلام اباد کې جنرال کونسل و، حافظ محمد پوپلزى د طالبانو مالي مسوول، په سوېل او غرب زون کې د طالبانو نظامي مسوول مولوي عنايت الله چې پېښور کې د طالبانو د شورا غړى هم پاتې شوى او دغه راز ګلا خان او حميدى چې پاکستانيان دي او له حقاني ډلې سره تړاو لري په دغه لېست کې شامل دي .

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .      

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement