جلال اباد (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): چارواکي وايي چې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر مهال د داعش ٣٠ سله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ ویاند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره روځ د هسکې مينې ولسوالۍ اړوند په مريز کنډو، چاروازي، رود خانې، مياجي بابا او کجينه په سيمو کی ګډو امنيتي ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو په موخه ځمکني او هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې د يو شمېر بهرنيانو په ګډون په دغو عملياتو کې د داعش ٣٠ وسله وال وژل شوي او د هغوى يو شمېر پټنځايونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د مشرقيوال په وينا، په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د امنيې قوماندانۍ وياند دا هم وويل، چې پوليسو د هسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو وسله وال داعش چې د پاکستان تر واک لاندې کشمير اوسېدونکى دى، له مېرمنې او څلورو ماشومانو سره نيولى دى.
هغه زياته کړه چې دغه کس عبدالله کشميري نومېږي او اوس تر څېړنو لاندې دى.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن