تعقيبي- لښکرګاه (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې د موټربم بريد له امله شپږ سرتېري او یو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د سلواغې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د نادعلي ولسوالۍ د قاري پر پوستې د موټربم بريد شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور د ملي اردو سرتېري او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
ځواک وايي: ((ځانمرګي غوښتل د پوستې خوا ته نږدې ورشي چې هدف ته له رسېدو مخکي ملي اردو ويشتی دى او چاودنه يې کړې.))
د نادعلي ولسوال ګل محمدهاشمي هم دغه بريد تاييدوي او وايي چې په دې پېښه څلور د ملي اردو، دوه پوليس او يو ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې دغه بريد طالبانو له چاودېدونکي توکو د ډک ټانک په وسيله کړى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د قاري پوسته د لښکرګاه- نادعلي پر لويه لاره پرته ده.
نادعلي د هلمند د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې دا مهال يې له مرکز پرته نورې سيمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن