کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
نوموړي دغه څرګندونې د سويټزرلينډ په ډېوس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم کنفرانس ته په خپله وينا کې کړې دي.
هغه زياته کړې چې هېواد يې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او ژمنه کوي چې افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي مرکز بدل نه شي.
ټرمپ وويل چې ترهګر به له دې وروسته په افغانستان کې د پښې اېښودو ځای پيدا نه کړي او نه به هم له هغه ځایه د انسانانو وينې تويې کړي.
د امريکا ولسمشر په دې کنفرانس کې دغه راز ويلي چې امریکا له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمنه ده او په ټوله نړۍ کې د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه کوي.
هغه زياته کړې چې داعش په عراق او سوريه کې ماته شوې او د نړۍ په نورو برخو کې به يې هم له منځه وړي.
بلخوا په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال جيمز هاکر ويلي چې دوى د ترهګرو پر ضد جدي اقدامات پيل کړي دي.
هغه چې له يوې امريکايۍ رسنۍ سره خبرو کې ويلي چې له دې وروسته به امريکا طالبانو ته دا اجازه ور نه کړي چې له خپلو خوندي مرکزونو پر افغانستان خونړي بریدونه ترسره کړي.
نوموړي په ډاګه کړې چې طالبان په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري، هلته نه یوازې خپله جګړه تنظیموي، بلکې د نشه يي توکو قاچاق او کاروبار هم له همدې ځایه پر مخ وړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن